
ژباړه: حسیب الرحمن نورمل
ښوونکي نن په پنځم ټولګي د رسامۍ درس درلود، ټولګي ته د ننوتلو سره سم یې زده کوونکو ته وویل:
- هلئ! قلمونه او کتابچې مو را وباسئ، نن هغه څه رسم کړئ چې په ژوند کې درته ډېر ارزښت لري!
- دا لاس شهباز رسم کړی، تاسو څه فکر کوئ چې د چا لاس به وي؟ یو زده کوونکي ځواب ورکړ:
- دا د خدای(ج) لاس دی چې موږ ته پرې روزي راکوي.
- بل وویل نه دا د بزرګر لاس دی چې غنم پر کري.
- زویه! د چا لاس دې رسم کړی؟
- ما ستا د مېرمنې لاس رسم کړی.
- زما د مېرمنې!؟
- هو دا لاس ستا د مېرمنې دی، کله مې چې مور مړه شوه، نو ستا مېرمن به زموږ کور ته راتلله، موږ ته به یې خواړه راوړل. کله به چې زموږ له کوره تلله نو زما او زما د وړې خور پر سر به یې لاس کشاوه. نو ماته په ژوند کې تر ټولو ستا د مېرمنې هغه مهربانه لاس ډېر ارزښت لري!