واړه رازونه، لویې بریاوې!

 
ژباړه: حسیب الرحمن نورمل
 
ډېر خلک ‌ډک زړه ګرځي
ډېر خلک ډېرې خبرې لري خو د ویلو لپاره یې کلمې نه لري نو همداسې ډک زړه ګرځي.
د انسان لویه تېروتنه
د انسان لویه تېروتنه دا ده چې ځینو کسانو ته دومره ډېر ارزښت ورکوي چې هغوی د لږ ارزښت لایقت هم نه لري.
ځینې وخت اړ یو...!
ځینې وخت اړ یو چې ومنو بعضې خلک مو په زړه کې پاتې شي نه په ژوند کې.
ښکلا دا ده
دا مهمه نه ده چې ښکلی وې ښکلا دا ده چې مهم واوسې حتا که د یو کس لپاره هم وې.
زده کړې او شعور
په یاد ولرئ چې د انسان د زده کړو درجه د هغوی له شعور سره هېڅ اړیکه نه لري.
واده
واده وکړئ که په هر قیمت وي که ښه مېرمنهخاوند مو په نصیب شو ښايي تر ټولو نېکمرغه کس شئ او که مو بده مېرمنهخاوند په نصیب شو ښایي لوی فیلسوف شئ.
کوم خلک تل خبرې کوي؟
۵۰ فیصده خلک دي چې ډېر څه د ویلو لپاره لري خو د ویلو توان یې نه لري ۵۰ فیصده خلک دي چې د ویلو لپاره هېڅ نه لري خو تل خبرې کوي.  
د دوست سکوت مه هیروئ
د دښمن خبرې مو له یاده وباسئ خو د دوست سکوت مو هېڅکله له یاده مه باسئ.
د تېروتنې مستعار نوم
تجربه د تېروتنو مستعار نوم دی.
ټول مسایل جزي دي
د روحي فشار د کموالي لپاره دوه کاره وکړه لومړی دا چې په جزي مسایلو مه ناراحته کیږه، دویم دا چې پدې پوه شه چې ټول مسایل جزي دي.
باور
په څه شي چې باور لرئ هغه ته رسیږئ.
ماتې فارمول
د بریا لپاره کوم خاص فارمول نشته خو د ماتې یو فارمول دا دی چې « هڅه وکړې ټول راضي وساتې».
غرور له لاسه ورکړه خو مینه نه
مهمه نده چې د داسې کس په خاطر خپل غرور له لاسه ورکړې چې مینه ورسره لرې خو بده دا ده چې د خپل غرور د ساتلو په خاطر داسې کس له لاسه ورکړې چې مینه ورسره لرې.
د احمقانو ذهن
د احمقانو ذهن سترګو ته ورته دی سترګو ته چې څومره نور(رڼا) ورکوې هومره کوچنۍ کیږي.
خالي مغز
که دانسان خالي مغز لکه د خالي ګېډې غږ او شور کولای نو د خالي مغز انسانان به تر ټولو هوښیار او بریالي و.
د ځینو شیانو...!
د ځینو شیانو له لاسه ورکولو په وخت کې چې څومره خفه کیږی هغومره یې د لاس ته راوړلو په وخت کې خوشاله نه وی.
انسانان په دوه ډوله دي
انسانان په دوه ډوله دي، لومړی هغه دي چې په تیاره کې ویښ وي، دویم هغه دي چې رڼا کې ویده وي.
آسانه او ګران کار
تر ټولو آسانه کار دا دی چې څنګه یې هغسې واوسې خو تر ټولو ګران کار دا دی چې څنګه خلک غواړې هغسې واوسې.
خفګان او خوښي
که خوشاله وې ورو وخانده چې غم د ویښ نه شي که خفه وې ورو وژاړه چې خوشالي دي ناامیده نشي.
موږ نړۍ ته ددې لپاره راغلي یو!
موږ نړۍ ته راغلو چې ژوند وکړو څو قیمت پیدا کړو نه دا چې په هر قیمت ژوند وکړو.
ژوند د یخ پلورنکي کیسه ده
ژوند د یخ پلورنکي کیسه ده، له یخ پلورنکي نه چا پوښتنه وکړه:

  • یخ د وپلورلو؟
یخ پلورنکي ځواب ورکړ:
  • نه خو خلاص شو.
د ستونزو رامنځ ته کېدو...
د ستونزو رامنځ ته کېدو دلیل د خلکو ناپوهي نه ده بلکې په هغه څه پوهېدل دي چې حقیقت نه لري.
فکر آسانه دی
تر فکر کولو ایمان راوړل آسانه دي ځکه خو د مومانو شمېر ته مفکرانو ډېر دی.
شک او باور
په یاد ولرئ هغه څوک د چې پيژني هغه هېڅکله په تا شک نه کوي او هغه څوک چې پرتا شک کوي هغه د نه پيژني.
آبرو او شخصیت
د ابرو په پرتله مو شخصیت ته ډېر پام وکړئ، شخصیت مو د وجود جوهر دی او ابرو ستاسو په اړه د خلکو تصورات دي.
(واړه رازونه، لویې بریاوې) د کتاب یو برخه