ښکلا د پوهانو له انده!

 
ژباړه: حسیب الرحمن نورمل
 
د ګل پېژندنه د هغه له ښکلا څخه، خو د بوی یې له خوشبویۍ څخه کېږي.
( ... )                                                                                       
مهمه نه ده چې ښکلی و اوسې، ښکلا دا ده چې مهم اوسې حتی که د یوه کس لپاره هم وې.  
(نېلسن منډیلا)     
ټوله نړۍ ښکلې ده ځکه پیدا کوونکی یې ښکلی دی.
( ... )                                                       
هېڅ شی ښکلی کېدای نه شي، چې رښتینی نه وي.
(جوهن رسکین)                     
ځینې خلک ښکلي دي، په دې نه چې څنګه ښکاري یا دوي څه وایي، بلکې په دې چې دوي یو څه دي.     
(مارکس پوټو)                                           
د نر په ښياست هغه وخت پوه شوم، چې کله د زوی څښتن شوم.       
(باربارا سترايسند)
که ښایست سره درنښت ونه لرئ، نو ښایست مو لکه بې بویه عطر او بې بویه ګل دی.
)ویکتورهوګو(
کله چې ښځه ښکلې نه نو بیا خلک ورته وایي: ته ښکلي وېښتان لرې، ته ښکلې سترګې لرې.
(آنتون جخوف)
نېکمرغي ښکلا زېږوي او زه ډېره ښکلې یم ځکه زه یوه نېکمرغه ښځه یم.
(سوفیا لورن)
د ښځو ښکلا د هغوی په څېره کې نه بلکې په د هغوی په زړونو کې ده.
(آدری هپبورن)
که په رښتیا له طبیعت سره مینه لرئ نو ښکلا هر ځای لیدلای شئ.
(وینسنت ونګوګ)
ښکلا لکه شهرت تل نه وي.
( ... )
نېکمرغي او پر نفس باور تر ټولو ښکلي شی دي چې پر تن یې کړئ.
(تیلور سویفت)
اې ستا فکر او عمل دی چې ښکلا دربښي.
(اسکات وسترفلد)
حقیقت تل ښکلی نه وي او ښکلې خبرې تل حقیقت نه وي.
(لایوتسه)
کولای شئ چې په سینګار ظاهري ښکلا پیدا کړئ خو روح د هېڅکله په سینګار ښکلا نشي پیدا کولای نو اړینه ده چې د زړه او د مغز په ښکلا مو کار وکړئ.
(ګوین اکوین)
ځینې ډېرې ښکلې څېرې لري خو جذابیت نه لري لامل یې دا دي چې دوي نور بدرنګ ویني.
( ... )
ظاهري ښکلا سترګي او باطني ښکلا زړه خوشالوي.
(مندی هیل)
د هر چا ښکلا د هغوي په شخصیت پورې اړه لري.
(کوین آکوین)
په ژوند کې مې لویه هیله دا وه چې ښځې ښکلې کړم نه دا چې پیسې وګټم.
(استی لودر)
ښکلا د خدای(ج) سیوری دی.
(گابریلا میسترال)
ساده خلک ښکلي وي.
(کوکو شانل)
ښکلا هر ځای شته خو هر څوک  یې د لېدو توان نه لري.
(کنفوسیوس)
ښکلا له هغه ځایه پیلیږي چې کله هوډ وکړې چې ته خپله وې.
(کوکو شانل)
ښکلا او حماقت پخواني ملګري دي.
(بنجامین فرانکلین)
په ښکلا پسې مې نړۍ چاڼ کړه پیدا مې کړه خو اخر مې په ځان کې پیدا کړه.
( ... )
خوشاله انسانان تر ټولو ښکلي انسانان دي.
(آدری هپبورن)
کله چې د هنر په اړه فکر کوم نو ښکلا مې ذهن ته راځي.
(اگنس مارتین)
حقیقي ښکلا یوازې په طبیعت کې موندلای شو.
(شکسپیر)
باید بدرنګي وپیژنې څو ښکلا درک کړې.
(مالارمه)
حتا د (ښکلا) کلمه هم ښکلې ده.
(جګ لندن)
بشر په ښکلا پوهیږي خو په قدر یې نه پوهیږي.
(شیللر)
عاشق د صورت ښکلا، عاقل د سیرت ښکلا او عارف د دواړو ښکلا ویني.
(ګوته)
پرته له باطني ښکلا ظاهری ښکلا بې ارزښته ده.
(تاګور)
خدای(ج) ټول شیان ښکلي پیدا کړي، موږ یو چې ځینې شیان بدرنګ وینو.
(بالزاک)
په دنیا کې هېڅ داسې ښکلا نشته چې دښمن ونه لري.
(فرانسوا موریاک)
د طبیعت له ښکلا خوند واخله یا نور پریږده چې د طبیعت له ښکلا خوند واخلي.
(جخوف)
ښکلا موقت ده مخکې له دې چې د بدرنګۍ لور ته لاړ شئ ښه ده چې له ښکلا خوند واخلئ.
(اندره موروا)
که ښکلا نه وای نه به نړۍ د ژوند نه وه او نه به ژوند ارزښت درولود.
(اشتراوس)
ښکلا د خدای(ج) ستر نعمت دی خو د شیطان دام هم دی.
(فریدریش نېچه)
د انسان ښکلا پرته له اخلاقو ارزښت نه لري.
( ... )
ښکلا پرته له عزت او فضلت نه هغه ګل ته ورته ده چې ښکلا لري خو بوی نه.
(سقراط)
ذوق یوازې د ښکلا په لیدو وده کوي.
(ګوته)
مینه ده چې ښکلا یې پیدا کړې.
(حسین رحمت نژاد)
د اوسني هنر موخه ژوند دی نه ښکلا.
(ویکتور هوګو)
ښکلا د خدای(ج) ډالۍ ده.
(ارسطو)
ښکلا چې څومره ګټه لري هومره زیان هم لري.
( ... )
که څوک د ښکلا لید وساتي هېڅکله نه زړیږي.
( ... )
د هغو خلکو د ښکلا ستاینه وکړئ چې پوهیږئ نه مغروره کیږي.
(رنو)
یوازې کبر او غرور دی چې ښکلي بدرنګوي.
( ... )