د ځوانۍ او د ځوانانو په اړه پوهان څه وایي؟

 
ژباړه: حسیب الرحمن نورمل
 
ځواني تېروتنه ده، پوخ عمر مبارزه او بوډاتوب پښېماني ده.
(ډیزرايیلي)
ځواني یو بند صندوق دی، له داخل نه یې یو سپین ږیری خبر دی چې څه شی پکې دي.
(دوکلوس)
د ارادې د روزنې لپاره تر ټولو ښه وخت د ځوانۍ دوره ده.    
(فيثاغورث)        
که غواړئ چې عمر مو ډېر شي، په ځوانۍ کې سپین ږیري شئ.
( ... )
افسوس چې ځوان نه پوهېږي او زوړ نه توانېږي.
(محمد حجازي)
ځواني د انسان ژوند تر ټولو مسته، خوږه او ترخه دوره ده.
(توفیق الحکیم)
که د ځوانۍ دوره د په حوس تېره کړې ښایی د پیرۍ دوره د له غمونو او اندېښنو ډکه وي.
( ... )
ځواني د انسان د ژوند پسرلی او پیري یې ژمی دی.
(نیوټن)
ځواني څو ورځې ده، هر چاته یې مه ډالۍ کوئ.
( ... )
ځواني د ودې دوره ده پدې دوره کې خپل جسم او روح ته وده ورکړئ.
( پل بروکا)
د ځوانۍ تر ټولو ستر امتیاز مستي او له نړۍ نه بې خبري ده.
(اندره ژیده)
ځواني د ټولو نېکمرغیو سرچینه ده.
( ... )
ځواني ګل دی چې په کال کې یو ځل غوړیږي.
( ... )
ځوانۍ د ماشومتوب او پیرۍ ترمنځ پول دی خو نېمکرغه کسان هغه دي چې په بریا پردې پله تېر شي.
(کونان دوویل)
نړۍ د ځوانۍ په قوت او د پېرۍ په عقل اداره کیږي.
(ویرژیل)
ځوانۍ له خطرونو ډک سمندر دی له دې سمندر نه د تېرېدو لپاره همت او قدرت ته اړتیا ده.
(سهروردي)
د هر ځوان ښکلا په صبر، فکر او عقل کې ده.
( ... )
د ډېرو انسانانو د جنیایتونو سرچینه ځواني ده.
(اکاتا کریستی)
هر څوک ځواني تېروي خو مهمه دا ده چې څنګه یې تېروي.
(بتهوون)
عجیبه ده هېڅوک د ځوان په خبرو نه پوهیږي او نه ځوان د چا په خبرو پوهیږي.
(کارکوني)
د ماشوم لویه هیله دا وي چې ځوان شي او د ځوانانو هیله دا ده چې کاش بیرته ماشوم کېدلای شوای.
( ... )
افسوس! چې ځوان پوهېدلای او زوړ توانېدلی.
(هنري اشتاین)
د ځوانانو لویه تېروتنه دا ده چې دوی فکر کوي هوښیاري د تجربې ځای نیسي د سپین ږیرو تېروتنه بیا دا ده چې دوي فکر کوي تجربه د هوښیارۍ ځای نیسي.
(آنا هربرت)
ځوانان ډېر په اشتبا باور کوي، سپین ږیري بیا په حقایقو باور نه کوي.
( ... )
ځواني د نېکمرغۍ د سپما لپاره تر ټولو ښه فرصت دی.
( ... )
ځواني هغه ستوری دی چې په ټول عمر کې یوازې یو ځل په اسمان کې ځلیږي.
(ژوبرت)
ځوانانو ته د پند خبرې باید خوږې او لنډې وي.
( ... )
ډېره پوه مو ځوان پاتې کوي.
(نېچه)
نېک خلک په ځوانۍ کې ساده وي.
( افلاطون)
انسان چې په ځوانۍ کې څومره ماتې خوري هومره یې ذهن وده کوي.
(استیو چندلر)
ډېری ځوانان فکر کوي چې پیسې هرڅه دي خو چې کله سپین ږيري شي نو باوري شي چې نه، داسې نه ده.
(اسکار وایلد)
مهمه نه ده چې ځوان یې یا سپین ږیری په هر حالت کې کولای شې خپلو موخو ته ورسیږي.
(جک کانفیلد)
ځواني د نېکمرغۍ هغه فرصت دي چې د ماشومتوب او بډاتوب ترمنځ رامنځ ته کیږي.
(ګوټه)
ځواني هغه ښاخ دی چې مرغان پرې کیني او او بډاتوب هغه ښاخ دي چې واورې پرې اوري.
(واد زورث لانګ فلو)
هر ځوان باید نېوکې ومني ځکه په راتلوکې کې مور یا پلار کیږي.
( ... )
ځواني قوت نه سخاوت دی.
( ... )
افسوس ځوانانو چې تاسو د وخت په ارزښت نه پوهیږئ.
(ګوته)
ټول وايي چې هیله لرل د ځوانانو لپاره عیب نه دی، زه وایم د سپین ږیرو لپاره هم عیب نه دی.
(ژان پل سارتر)
دا مهمه نه ده چې سږکال دې د کلیزې په کېک څو شمع مړې کړې بلکې یوازې یو نفر دی چې تا ځوان، غښتلی، قوي او ښکلی احساسوي چې هغه ستا مور ده.
(اندرسن)
زما د ځوانۍ راز دا دی چې هره ورځ نوي شیان زده کوم.
(سولون)
هېڅ داسې سپین ږیری مې ونه لید چې د ځوانۍ ارمان یې نه وي کړی.
( ... )
پوهه وړتیا زیږوي او زده کړې سپین ږیري ځوانوي.
(فردوسي)
د ارادې د ترتیب او نظم لپاره ټولو ښه وخت ځواني ده.
(فیثاغورث)
که ځوان له مینې بې برخې شي دا داسې معانا لري لکه ناروغ چې له درملو نه بې برخې شي.
(دوکلوس)
ځوان مه پوښتئ چې واده کوې؟!
( ... )
که تل دې پر شونډو مسکا وي ښایي تل ځوان پاتې شې.
(فرانک ګلت بارکس)
که آینه نه وای نو ما به فکر کولو چې زه ځوان یم.
(پابلو پیکاسو)
کله چې سپین ږیري کیږو نو د صورت ښکلا مو د سیرت په ښکلا بدلیږي.
(رالف)
ځواني پرته له شرابو مستي ده.
(ګوته)
ځواني تېروتنه، پیري پېښماني ده.
(دیزرايلي)
له ماشومانو مې پوښتنه وکړه: څه غواړې چې په راتلونکې و اوسئ؟ ماشومانو ځواب راکړ: غواړو ځوانان شوو. له ځوانانو مې پوښتنه وکړه: څه غواړې چې په راتلونکې و اوسی؟ ځوانانو ځواب راکړ: کاش چې کیدای شوای (ماشومتوب).
( ... )