انځوريز رپوټ : د سويلي افريقا يو تن په خوست کې مسلمان شو


 په خوست ولايت كې د جنوبي افريقا يو تن  عيسوى مذهبه  په خپله خوښه د اسلام مقدس دين قبول او مسلمان شو، 

،  څلويښت كلن جدالميده چې د خوست او ګردېز ترمنځ د غځيدلي لويې لارې جوړونكى هندوانو كمپنۍ سره  كاركوي وي، وايي چې له ننه دوه كاله وړاندې  افغانستان ته راغلى او له هغه وخته يې د اسلام په مطالعه پيل كړى،

نوموړى چې خپل ځان ته يې په خپله خوښه د احمد نوم غوره كړ، وايي چې د افضل په نوم خپل ژباړن ورسره پدې برخه كې ډېره مرسته كړې او په خبره يې دى به هڅه كوي چې خپله كورنۍ هم اسلام ته راوبولي او مسلمان شي.

 نوموړى ته د خوست په محكمه كې د قاضي لخوا د توحيدكلمه وويل وشوه او په ډالۍ كې ورته جاى نماز وركړل شو.