
د نصوارو غونډاره یې په شونډو کې پټه کړه، د خلتې خولې ته یې ګنډه ور وکړه او د څنګ جیب کې یې خوندي کړه. څنګ ته ناست ملګري ته یې وویل؛ بچیه! سېګرټ خو وهې کنه؟ قسم دی چې له همدې سېګرټو څخه به د سږو په سرطان اخته کېږې خدای ته ګوره چې مه یې څکوه!
تر څنګ ملګري یې له سېګرټه کش وکړ او له خولې یې شنه لړه وباسله بیا یې وویل؛ بچکه! په ورځ کې لس ګولۍ د معدې له درده اچوې د څه له لاسه؟ د همدې نصوارو له لاسه، په هغه جومات کې په سره قران چې ته به د همدې چټلو نصوارو له امله د معدې په سرطان اخته کېږې، که زما منې تېر شه ترې!
د لومړني کس ټنډه ګونځې شوه او په غوسه یې دویم تن ته وویل؛ بس بس! ستا په ګټه مې وویل څه زما په خوله خو یې نه کش کوې زور ورکړه زما یې څه؟
دویم تن وخندل او ویې ویل؛بچکه! ما هم ستا د صحت لپاره وویل څه زما په شونډو کې خو د نصوارو غونډارې نه پټوې،کش ورکړه خدای د وکړي چې ژوندۍ د نصوارو پوړۍ تر شونډې لاندې کړې زه دې څه کوم.