هڅو نتیجه او ترخه خاطره

 
زه به د پنځو کالو وم خو داسې مې یاد ده لکه دا نن ورځ ، زمونږ کور ته یې د یوې جنازې کټ په تور ماښام  پر کور راننباسلو او د کور په انګړ کې یې کیښود، مور مې ورمنډه کړه چې له کټ څخه یې سپین څادر لرې کړ نو پر تابوت یې زما د پلار په ښخ شوي انځور سترګې ولګیدې،کریغه یې کړه او له همغه یوې کریغي سره بې هوښه شوه.
پلار مې په یوه عربي هیواد کې موږ ته د حلالې روزۍ د راپیدا کولو لپاره د مسافرۍ شپې سبا کولې خو دی د زړه د رنځ له کبله په همغه پردي هیواد کې مړ شو او د ښخولو لپاره یې دلته راوړ د جنازې او فاتحې مراسم تېر شول،زه او مورکۍ مې سره پاتې شوو او د تیارو ژوند مو پیېل کړ
ترونه مې هم نه لرل ځکه چې زما پلار زما د نیکه یواځنی زوی ؤ، زمونږ تر څنګ زما د ماما کور ؤ د ماما ژوند مو هم د اقتصاد له پلوه کمزوری ؤ د شنې سبزۍ او د چرګو د هګیو پر خرڅولو به یې شپې او ورځې اړولې خو زمونږ مسؤلیت هم خدای غاړې ته ورواچوه،
څلور کاله مې د پلار له مړینې وتلي وو، یوه ورځ چې کله سهار مهال ښوونځي ته تلم او پر دړه راوتم نو مور مې راته وویل چې زویه! د دړې په خوا کې هغه توره خلته هم درسره واخله، ما چې خلته ډکه ولیده نو ومې ویل: مورې دا څه دي؟
مور راته کیناسته په مخ یې مچه کړم او بیا یې وویل: زما د ګلانو باغه!  تر څو به مونږ پر ذکاتونو او د خلکو پر صدقو ژوند کوو؟
تر څو به مونږ داسې خوار ژوند تېروو؟
تر څو  به مونږ  نورو خلکو ته د روزۍ د راکړې لپاره سترګې ورنیسو؟
زما خوږه زویه! باید خپل ژوند خپله راته جوړ کړو، دا یو څو الوګان مې سهار وختي درته جوش کړي دي کله چې ښونځي ته لاړې دا د الوګانو خلته به د ښوونځي سره نږدې هټۍ کې درته کېږدې او کله چې ستا تفرېح شوه نو دا الوګان به یوه دانه په درې روپۍ خرڅوې په خلته کې مې د مالګې ډبی هم درته ایښی دی، خدای خو شته ګوندې همدا لاره زمونږ د ښه ژوند سبب شي،
له کوره راووتم په یو لاس کې مې د الوګانو توره خلته وه  پر بر بل لاس مې کتابونه نیولي وو کله چې ښوونځي ته راورسیدم نو خلته مې د ښوونځي سره نږدې هټۍ کې کېښوده او زه ټولګي ته ننوتلم،
تفرېح شوه د هټۍ پر لور راغلم او له هټۍ مې د جوش شويو الوګانو خلته راواخیسته او د همغه هټۍ سره ترڅنګ کېناستم او یو الوګو مې د نمونې لپاره د خلتې پر سر دوه نیمه کړ چې ماشومان پرې وپوهیږي،
زما ټولګیوالو به چې ولیدم نو خندل به یې او  ما به سترګې ترې ټیټي کړې ،تفرېح تېره شوه خو یو  هم چا رانه وانخیست هر ماشوم به له کوره په راوړو روپیو له هټۍ څخه شیان اخیستل،
د غرمې چې کله کور ته راغلم نو خلته مې د کوټې له دړې سره کیښوده کله مې چې مور راغله د خلتې ګنډه یې خلاصه کړه نو ټول الوګان همغسې په خلته کې ایښي وو،مور مې ماته سترګې راواړولې او بیا راغله ټینګ یې په غېږ کې ونیوم پر سر یې مچه کړم او بیا یې وویل:  زما د ګلونو باغه!  تا د خدای راته ژوندی لري خیر دی که خرڅ نه شول سهار د ماما راته وویل چې د جامو ګنډلو ماشین درته راوړم هغه ماشین که راوړي نو زه به د کليوالو جامې ګنډم ، ته د خپل درسونه وایه مورکۍ د جار شي،
سر یې زما پر سر کېښود  او غلي شوه شیبه وروسته یې زما پر ټنډه اوښکې را وبهیدې، زر یې د خپل څادر یوه پیڅه راپورته کړه او زما ټنډه یې پرې پاکه کړه، 
نن چې خدای دومره څه راکړي چې ژوند مې په کې ارام دی، دا مې د مورکۍ د دعاګانو او زما د هڅو نتیجه ده خو د مورکۍ هغه اوښکې چې زما پر ټنډه ترې راتویې شوې هغه زما د ژوند تر ټولو ترخه او نه هیردونکي خاطره ده،
زه غلی شوم او مایک مې بند کړ، دا د هغه پوښتنې ځواب ؤ چې د وچې میوې په ستره هټۍ کې مې له هټیوال څخه د ډېرو پوښتنو کولو وروسته وکړه چې د ژوند ترخه خاطره د څه ده؟
هو! ژوند د هغه مشکلاتو یوه کڅوړه ده چې یو یو مشکل به ترې را اخلې او د هڅو په زور به د حلولو لاره او چاره ورته په خپله راپیدا کوې.
ــــــــــــــــــــــــــــــ
حمیدالله حیدرخېل