
ليکوال : ګل رحمان رحماني
داخويوازې ته نه يې چې ځان دې له مانه درازونوپه پردوکې دومره نغښتى چې دوجودخوشبويي دې هم زماپه خوادراتلولارنه لري
ستاپه شان په لسګونوڅېرې ماته هره شپه درازونوپه پردوکې راځي اوبيامې دژوندتېروشېبوازموينه اخلي اوهره ساه مې ازمويي خوزه پوهېږم چې داټول ستالاس دى چې ماته يې په رنګارنګ لستوڼوکې رااوږدوې اوبيامې ديوه بې باوره ښوونکي په څېرله کوم لرې ځايه څارې چې هسې نه له کوم بل مخه څه راپټ کړم اودخپل زړه په سپينه پاڼه يې وليکم.
زه ستاپه دې عمل نه خپه کېږم خوپه زړه کې لږترلږه داګيله خامخاراګرځي چې تراوسه ولې ستاداعتمادوړونه ګرځېدم اوخپله ټوله هغه مينه دې رانه کړه چې په ازل کې دې زماپه نوم يوه انسان ته دخپلې لومړۍ ډالۍ په نوم ټاکلې وه . اومايې هم دخپل ژو ندپه اوږدوکې دزهروپه څېرتريخ انتظارورته وکړ
زمامحبوبه !
زماخوټول عمرپه دې انتظارکې تېرشو چې څه وخت به ستاددغه وعدې وروستۍ شېبې پوره کېږي اوزه به څه وخت ستادمينې وړګرځم
ماکه هره شېبه په خيال کې ديوې نوې مجسمې په توږلوتېره کړه خوتاهم ورته پوره انتظاروکړچې زه به خپل هغه هنرچې تاراکړى په دغه مجسمه کې څنګه وکاروم
نوکه ته هم ماخپل محبوب بولې زمادازمايښت موده پاى ته ورسوه اوله خپل باوره مې محروموه زه وعده کوم چې دزړه په کرونده کې به مې ستادمينې زرغون شوى تخم پاڼې وغوړوي اووږې يې خورې شي
1388.7.25
جلال ابادښار