
چې په جنګو کې وي لوی شوی له هغه مو څه تمعه ده
چې یې ژوند وي له لیونو سره له هغه مو څه تمعه ده
چې نه یې درس وي ده ویلی او نه یې مکتب لیدلی
چې په تیارو کې وي لوی شوی له هغه مو څه تمعه ده
چې د قلم پر ځای یې راکیټ او ټوپک په لاس وي
چې په تورو غرو کې یې وي ژوند له هغه مو څه تمعه ده
چې لوی څښتن مو اول امر په اقراء کړی دی
چې له اقراء نه وي محروم له هغه مو څه تمعه ده
چې د علم ځای نه لري کرکه او مکتب ورانه وي
چې مې مسجد په بمو ولي له هغه مو څه تمعه ده
نه په ماشوم رحم کوي او نه مې مړی پرېږدي
چې په جنازو مو کړي حملې له هغه مو څه تمعه ده
چې یې ژوندون ټول په جهل او تیارو کې وی تېر
چې دې رڼا سره په جنګ وي له هغه مو څه تمعه ده
دومره په سترګو دي ړانده دا د وحشت ځناور
چې خپل وطن برباده وي له هغه مو څه تمعه ده
چې د دوښمن سره خاندي او خپله مور کړي بوره
داسې بې ننګه چې یو څوک شي له هغه مو څه تمعه ده
یا الله ته یې کړې په سمه لاره او یا یې ته کړې تباه
چې بازمحمد یې کړ خفه له هغه مو څه تمعه ده
بازمحمد منګل