
په ژوند کې تر ټولو تريخ شى انتظار دى چې انسان لکه بندي مرغۍپه دام کې نښلوي د انتظار شېبې په ډېرې سختۍ څپې وهي اوکله کله انسان د خيال نړۍ ته بياي او کله يې تر منزله لاس نيوى کوي او کله يې له ګړنګونو ښکته غورځوي .د ژوندانه ځينې داسې ارمانونه او کارونه وي چې که انتظاريې څومره سخت اواوږد وي خو دومره له تلوسې نه ډک وي چې زمونږ په زړونو کې داسې ځاى ونيسي چې بيا هره شېبه مو د انتظار په ټال زنګوي او تلوسه مو وارپه وار زياتوي .خو برعکس بياځيني وخت له يو شمېر داسې کارونو سره هم مخ کيږو له مجبوريت ورته په انتظار کيږو .
سره لدې چې په دولتياادارو کې مامورين درسته ورځ په کارونو بوخت وي خو بيا هم د خلکو کارونه په وخت نه خلاصيږيااو جوپه جوپه خلک ددروازو او کړکيو تر څنګ خپل قيمتي وخت له مجبوريته بې ځايه تېروي او نن کار سبا او دسبا کار بيا بلې ورځې ته پاتې کيږي او دوى هم له بې وسى نه خپل غږنشي پورنه کولى او نه هم څوک غږاوري . او تر هغي پوري د انتظار سختي شيبي شماري چي کار ي پاي ته ورسيږي ځيني وختونه په دولتي ادارو کي زياتره کارونه د پيژندګلوي او يا د رشوت په بدل کي پرته له ځنډه ختميږي
هو ! دا ريښتيا دي چي د غريبانو او بي وسو خلکو د انتظار شيبي ډيري اوږدي او هغه څوک چي يو څوک پيژني او مال او دولت لري د هغه د انتظار شيبي ډيري لنډي وي
که ريښتيا ووايم يو مجنون د خپلي ليلا د وصل په ارمان ورځي په سرو غرمو او شپي په ويښه تيروي چي گوندي دي به په خپل انتظار کي بريالي شي او خپله معشوقه به لاسته راوړي که چيري دده دا انتظار بي ځايه لاړ شي نو دي د ژوند تر پايه د ژوند په خوږو نه پوهيږي او حتا ان تردي چي ځيني بي هوصلي انسانان د داسي خبرو او کړنو د زغملو توان نلري چي دي پس له يوي ډيري اوږدي مودي انتظاره څه لاسته رانه وړي د ژوندانه له خوږو لاس وينځي اوناگهانه مرگ ته غيږه ورکوي
خو زما په اند هغه بي وسه شخص چي پنځلس يا شپاړس کاله تعليم کوي،اوددي په انتظار وي چې په راتلوونکې کې به يوڅه لاسته راوړي،خوددغه بې وسه انسان په غزت اوحق تيرى کيږي اوهغه په مياشتوکلونودخپلوحقوقو دلاسته راوړلو لپاره دفترپه دفتراويوې ادارې نه بلې ادارې ته سرګردانه اولاله هانده ګرځي خوڅوک يې غږ نه اوري ،په دي هيله چې زموږ اوستاسې دانتظارشيبې نورپاى ته ورسيږي اوپه ټولواداروکې اداري فساد اونورې سرغړونې په ګونډوشي اوخلک له انتظارله درده خلاص شي .
ننګرهار ښار
(وصال)