د ایرلینډ سره له سیالیو څه زده کول په کار دي؟

 
د ایرلینډ او افغانستان ترمنځ مې د کرکټ سیالۍ له نږدې څارلې ،د سیالیو پرمهال مې پر لوبو تبصرې او کمنټري هم کوله.د ایرلینډ سره د سیالیو پرمهال داسې ډېر مسایل مخې ته راغلل چې د راتلونکي لپاره زمونږ د کرکټ بورډ او لوبغاړو لپاره ښه درس دی.
غواړم دلته يو شمېر مهمو مسایلو باندې رڼا واچوم.
لومړی ـ لوبډلمشر او لوبډلمشري:
لوبډلمشر په لوبډله کې ډېر مهم رول لوبوي د لوبې لپاره يولس کسیزه ډله تر ډېره د لوبډلمشر په مشوره ټاکل کیږي او دا کار ددې لپاره کیږي چې لوبډلمشر بیا د لوبې پرمهال د هر لوبغاړي څخه په مناسب ځای کې کار واخلي او لوبډله بریا ته ورسوي.
خو د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو کې د اصغر ستانکزي لوبډلمشري او دده خپله کارکردګي تر ډېره په ټولنیزه میډیا کې تر نېوکو لاندې وه.
که چېرې ورستیو تېرو څلورو سیالیو ته ځير شو نو په رښتیا هم اصغرستانکزي په دغو سیالیو کې خاص ندی ځلېدلی او له بله اړخه يې لوبډلمشرۍ کې هم تېروتنې درلودې، په ځانګړې توګه د توپ اچوونکو په انتخاب او بالینګ ترتیب کې پرېکړې تر ډېره ښې نه وې.
همداشان سره له دې چې توپ اچوونکی د دې صلاحیت لري چې ځانته توپ نېونکو لپاره موقعیتونه وټاکي خو لوبډلمشر هم په دې برخه کې مهم رول لري چې ښه فلیډینګ ودروي چې په دې برخه کې نوموړې تشې لرلې ، همداشان په بیټنګ لاین کې یې هم ځانګړی رول نه لرلو.
زما له انده لوبډلمشر باید داسې يو څوک وي چې د لوبې په هره شېبه کې د لوبې کابو کولو لپاره ځانګړې پرېکړې ولري په ځانګړې توګه د فیلډنګ په وخت کې چې د میدان ټوله مشري دده په غاړه وي.
د ایرلینډ پر وړاندې سیالیو کې مونږ په هرې سيالۍ کې اته نهه کسه توپ اچوونکي لرل،زما په اند که لوبډلمشر له توپ اچوونکو پرځای کار اخیستی وی نو ممکن مونږ بې ماتې پاتې وای.
زما وړاندیز د لوبډلمشر په برخه کې دا دی چې افغان کرکټ بورډ باید سر له اوسه د يوه بل لوبډلمشر په اړه غوره وکړي نو بهتره به وي.
دویم ـ بیټنګ لاین:د ایرلینډ په وړاندې سیالیو کې افغان لوبډلې ثابت بیټنګ لاین نه درلوده په ځانګړې توګه د پېل او ټاپ ارډر په برخه کې ډېره ګډوډي وه.
که چېرې د ایرلینډ سره په سیالیو کې نبي عیسی خیل،راشد خان او نجیب ځدراڼ ته مخکې موقع ورکړل شوی وی نو ښايي اوس به د لوبو نتیجه بدله وای.
که مو په یاد وي کله چې انضمام الحق د ملي لوبډلې مشر روزنکی و نو هغه همدا کار کړی و. نبي ته یې په ون ډاون پوزېشن او نجیب يې هم په مناسب ځای کې میدان ته ښکته کوو.
له بله اړخه زما په اند که چېرې د نړۍ نورو لوبډلو ته ځیرشو تقریبا په ټولو لوبډلو کې د اوپنګ يا پيل دوو لوبغاړو کې يو کیڼ لاسی یا چپ لاسی توپ وهونکی وي.افغان لوبډله هم که د شهزاد سره نجیب ځدراڼ د اوپنګ لپاره انتخاب کړي نو بده به نه وي.
درېیم ـ نوي او پخواني لوبغاړي:
د ایرلینډ سره په سیالیو کې له پخوانیو هغو لوبغاړو چې د افغانستان لپاره يې ډېرې سیالۍ کړي او تجربې یې هم ډېرې دي،خو بیا هم مونږ او تاسو ولیدل چې ځوانان مو له مشرانو وړاندې شول او ښه وځلېدل.
په ځانګړې توګه راشد خان،رحمت شاه او نجیب ځدراڼ دومرې ښې لوبې وکړې چې د افغانستان کرکټ راتلونکي ته یې د هېوادوالو هیله مندي زیاته کړه.
خو يو شمېر پخوانیو لوبغاړو يواځې د يو ځوان لوبغاړي ځای ډک کړی او خاصه نتیجه یې نلرله،لکه اصغرستانکزي،نورعلي ځدراڼ همداشان میرویس اشرف او نورو ...
زما له انده بهتره به وي چې په لوبډله کې د يو شمېر پخوانیو لوبغاړو پرځای هم ځوانو لوبغاړو ته ځای ورکړل شي او پخوانیو لوبغاړو ته کرکټ بورډ لازمو ځایونو کې نورې بوختیاوې پیدا کړي.
بهتره به وي چې د شفیق الله شفق،حضرت ځاځي،فرید ملک او يو شمېرو نورو ځوانو استعدادونو باندې کار وشي.
څلورم ـ روزونکي:
افغان کرکټ بورډ باید خپل روزونکي هم و ارزوي چې ددوي روزنه څومره مثبته وه او همداشان د روزونکو نظر او مشورې هم واوري چې دوی د افغان لوبډلې د لا پرمختګ لپاره څه نظر لري.
دغه لیکنه مې د خپلو مشاهدو له مخې کړې او موخه مې ترې د کرکټ ښه والی دی.
په درنښت
وصال