د هېواد په مرکز کابل کې د لوبه کرکټ کلب (LCC) له لورې د اتو پیاوړو لوبډلو ترمنځ راتلوونکې اونۍ د جمعې په ورځ د کرکټ میلیون جام سیالۍ پیلېږي .
دغه سیالۍ چې د وری په یوویشتمه او د اپریل په لسمه نیټه د راتلوونکې جمعې به ورځ د کابل په نړیوال لوبغالي کې پیل کیږي او د اتو لوبډلو په ګډون سره به اته ورځې دوام وکړي،ټولې سیالۍ به د شمشاد نړیوال تلویزیون څخه په ژوندۍ بڼه خپري شي. د میلیون جام دغه درېیم پړوا لوبو کې د ننګرهارغازیانو لوبډله د کریم خان صادق،این ایف سي ټایګر د حمیدحسن،پکتیا مشران د نوروزمنګل،داوي اتلان د محمد نبي عیسی خیل،ایرو بازان د مېرویس اشرف،کندهار شاهان د جمال ناصر،افغان رنجرز د صمیم سلطاني او المصافي ټایګرزد نورالحق ملکزي په کپتانۍ په دوو ګروپونو کې لوبیږي.
د پایلوبې په ګډون به پنځلس ۱۵ لوبې ترسره شي . د میلیون جام سیالیو جوړونکی او د لوبې کرکټ کلب ( LCC) مشر ښاغلی زراب شاه زهیر ډاډ ورکوي،چې د سیالیو ترسره کیدو پر مهال یې په ټولو برخو کې پوره تدابیر نیولي او هڅه کوي،چې د میلیون جام درېیم پړاو به په ښه توګه ترسره شي. ده د کرکټ له ټولو مینوالو غوښتنه وکړه،چې د دغه سیالیو لیدو په موخه د کابل نړیوال لوبغالې ته راشي .او د خپلې خوښې لوبډلې تشویق کړي. درنښت
محمد واصل وصال
د لوبه کرکټ کلب مطبوعاتي مسوول
وروستي