د جمالیاتو فلسفه

د جمالیاتو فلسفه او هنرمند
حسن او جمال څه دی؟
دا په نظاره کې وي او که په ناظر کې؟
د حسن او جمال اندازه څنګه کیږي؟
عبنر بویه،سنبل بویه، لب شکره څه مانا؟
غمزه،ناز او ادا څه دي؟
ښايي د همدې پوښتنو له ګرداب څخه د وتو يوه لار به شاعري وه چې د نړۍ سترو شاعرانو شعر ته پناه يوړه.
له پېړیو پېړیو راهیسې د نړۍ ډېرو سترو شاعرانو او هنرمندانو د حسن او جمال په لټه کې ډېرې پنځونې وکړې او ستر شهکارونه يې راتلونکو نسلونو ته په ميراث پرېښودل،خو د حسن او جمال غوټه لا هم هغسې تړلې پاتې چې حسن او جمال یعني څه؟
دا چې په انساني ټولنه کې د حسن او جمال ارزښت او اړتیا څه ده، او د حسن او جمال په اړه څه نظريې وړاندې شوي يو شمېر يې داسې دي.
په حسن او جمال باندې د پوهېدو لپاره ترټولو لومړی د يوناني فیلسوفانو له افکارو او نظریو سره مخ کېږو چې په کې راغلي،((حسن او نیکي د يوه څېز دوه نومونه دي او حسن د روحاني اضطراب د تسکین او د ژوند د ارتقا لپاره ضرور ګڼل شوی.))
د سنتیانا مشهوره خبره چې تر ډېره زړه ته لویږي:((حسن په اصل کې زمونږ د خوښۍ معروضي شکل دی،یعني حسن زمونږ د احساساتو بڼه يا صورت دی.))
په پخواني يونان کې د " ایستها نومیا" کلیمه چې په انګلیسي کې “ايستهيټکس” کیږي چې مطلب یې د حواسو له لارې د يو څه محسوسول ښودل شوي دي.په ادبیاتو کې دا موضوع د ذوق جمال يا جمالیاتي ذوق سره تعبیر شوی دی.
انسان له ښایست،بدرنګۍ،نیکۍ او بدۍ څخه په هره زمانه کې اغېزمن شوی دی.که ولېدل شي انسان په هره زمانه کې له غم،خوښۍ،درد،رنځ او تکلیف په شان جذباتو څخه بې اغېزه ندی پاتې شوی.
يادو مسایلو سره انسان هم په انفرادي او هم ټولنیز لحاظ مخ وو.لکه څنګه چې د تاریخ په لومړیو دورو کې ژوند اجتماعي و نو د انسانو محسوسات او جذبات هم په ګډ ژوند ورټول ول.نو انسانانو به د خپلو جذباتو ښودنه د رسامۍ،مجسمه سازۍ،شاعرۍ،او نڅا له لارې کوله.
که ولېدل شي د هرې زمانې فیلسوفانو،ټولنپوهانو،ادیبانو او شاعرانو هر يو د خپل هنر له لارې د حسن او جمال بیلا بېل اړخونه څپړلي او زیاتره يې دې نتیجې ته رسېدلي چې په حسن او د حسن په افادیت پوهېدلو ته جمالیات وايي.
په منځنیو پېړیو کې د جمالیاتي ذوق مطالعه او اندازه په سمه توګه نده شوې،خو د هغه وخت فیلسوفانو،ادیبانو او شاعرانو ته ښکلا او بدرنګۍ او د نیکۍ او بدۍ مسئله د بحث وړ وه.خو په اتلسم قرن کې جرمني فیلسوفانو په منظم انداز او با قاعده ډول په جمالیاتي فلسفې کار وکړ.
پخپل وخت کې ارسطو او افلاطون غوندې تکړه فيلسوفانو په دې اړه خپلې نظريې وړاندې کړې او راتلونکو مفکرینو ته يې د نظریاتو وړاندې کولو لاره پرانسته.دغو مفکرینو بیا په تناسب،رڼا،علاماتو او رنګ باندې خپل فکر ورټول کړ او په دې اړه يې د پام وړ نظریې وړاندې کړې.
د علاماتو په اړه د دوی نظریه دا وه چې د خدای پېژندګلو د مخلوق په وسیله شوی نو د همدې لپاره علامتي تخلیق د مانا د اظهار وسیله کیدای شي.نو هره علامتي تابلو يو مفهوم پيدا کولای شي په ځانګړې توګه لوستو خلکو ته.همدا شان تر هغې چې په يو څېز کې د تناسب تصور موندل کېدای شي نو دا د ښکلا يو لازمي عنصر يا نښه ده.تناسب د کلیساګانو په دیوالانو کې مهم کردار ادا کوي او دغه خیالات د دوی د جمالیاتي ذوق د تسکین او اراموالي لامل ګرځي.
افلاطون د صورت يا شکل د تصور مسئله رامنځته کړه.د هغه دا خیال و چې د ښايست او ښکلا خپل يو کامل شکل يا بڼه وي چې په هغه کې هر غړی د يوې ځانګړې ښکلا سره شامل وي،چې همدې شکل ته مکمله ښکلا ویل کېږي.
د دغه خیال له مخې ټول ښکلي موجودات په تجریدي کائنات کې نه بلکه قدرتي ښکلا يا خدای ښکلا کې شامېلېږي.د افلاطون د دغه نظريې له مخې ښایست په اصل کې د خالق يعني د خدای د جمال عکس يا تصویر دی،نو په دې اساس کله چې هنرمند د ښکلي شکل یا تصور تقلید کوي نو هغه په شعوري ډول له حقیقت څخه واټن اخلي.
د ارسطو د پورتنۍ خبرې لپاره د پښتو ژبې د ادب پلار خوشحال خان خټک دا خبره چې ویلي دي:(انسان د خدای د قدرت نظاره ده چې په هغه کې د خدای د جمال ننداره کولای شو.) يو ښه مثال کېدای شي.
خو د ارسطو په نظر بیا هنرمند يواځې نقال ندی، بلکه هغه فطري شیان د ښکلا اوج ته رسوي او د خپل هنر په وسیله د هغه نیمګړتیاوې له منځه وړي او کاملیت او تکمیل ورته وربښي.
خالق تر ټولو ستر هنرمند دی چې هرڅه يې د يوې متوسطې ښکلا او ښایست په حالت کې پيدا کړي دي.همداشان هغه وايي،په يو بېروني یا بهرني شکل او يا صورت کې د حقیقي خیال يا تصور ځایول هنر دی.
د انسان په ذهن کې همیشه دا نظرونه ښکته پورته کېدل چې دوی د ښکلا د بیانولو قدرت نلري،خو په ښکلا کې داسې عناصر شته چې عقلي تشریح يې ممکن ده،لکه د ترتیب،اړیکه او تناسب هغه څه دي چې د ښکلا پېژندلو کې مونږ سره مرسته کوي.خو په ښکلا باندې د پوهېدو لپاره يواځې عقل نه بلکه وجدان ته هم اړتیا ده.
د ښکلا اندازه په انساني جذباتو او احساساتو ولاړ وي او د انسان جمالیاتي تجربه خوښي،غصه،رنځ،غم او خفګان په شان کیفیاتو څخه مرکب وي.
په اتلسم قرن کې ایستهیټکس يا جمالیاتي حس باندې په باقاعده او منظم ډول کار وشو او داسې تصور رامنځته شو چې دا د فلسفې يوه څانګه ده.دا فلسفه د اتلسم قرن په اروپا کې پېل او د انګلستان په ځمکو کې د پرمختګ  قدمونو په اېښودلو سره په شاعرۍ،مجسمه سازۍ،موسیقۍ او نڅا په شان اصنافو باندې خپلې وزرې وغوړولې.
په همدې پېړۍ کې شاعري،مجسمه سازي،موسیقي او نڅا د هنر په نوم سره يوځای کړای شول او دا ټول د هنر مختلف شکلونه وګڼل شول.
ایمینوئل کانټ لومړنی فلسفي و چې جمالیات يې د فلسفې باقاعده موضوع وګرځوله او په منظم انداز سره یې پرې بحث وکړ.کانټ په دې فکر و چې ښایست د يو شخص يا څيز له کردار يا عمل څخه يوه ازاده ځانګړنه ده. د بېلګې په توګه کله چې وایو اس يو ښکلی حیوان دی نو په دې وخت کې د دې خبرې هیڅ ارزښت او حقیقت نه پاتې کېږي چې دا اس به په ځغاسته کې څنګه وي.؟
د کانټ خبره دلته تر ډېره ظاهري ښکلا پورې تړلې ده،خو د ظاهري ښکلې پورې تړلې دغه نظريې دومره ګټه وکړه چې د ښکلا په تړاو يې د وجدان مسله رامنځته کړه.
په نوي دور کې د نفسیاتو او ټولپوهنې علومو ډېر پرمختګ وکړچې په جمالياتو او جمالیاتي ذوق باندې يې هم ډېر اغېز وکړ.په دغه عصر کې د انسان پورې تړلو ټولو فلسفو ته يو نوی رنګ ورکړل شو.
په دغه عصر کې انساني کړنې،پرمختګونه او ټول محسوسات د انسان په نشونما او روزنه کې تر څېړنو لاندې ونیول شوې.
د نفسیاتو د علم پوه فرائد او د ده شاګرد د انسان ټول احساسات او جذبات د انسان د فطري او جبلي جنسي محرکاتو زېږنده وګڼله او تر ډېره یې دغه حقیقت د خپلو سائنسي تجربو په مټ ثابت هم کړ.
د مارکس او انګلز نظريې بیا تر ډېره په طبقاتي ټولنې او د انسان په حثیت باندې ورټولې وې،د دوی په نظر په نوي صنعتي دور کې د غریبې او کاریګرې طبقې د ژوند کنټرول د دوی له لاسه وځي او دوی څخه يوه ماشینی پرزه جوړیږي چې داسې حالت کې انساني جذبات او احساسات له خاورو سره خاورې کېږي.
په داسې حالت کې نو د جمال او جمالیاتي ذوق مسله يواځې سرمایه دارې طبقې پورې تړاو پیدا کوي ځکه چې بې وزله طبقه يواځې وخوره او مه مره حالت سره مخ کېږي.
په جمال او جمالیاتو باندې له دغه بحث او نظریاتو وړاندې کولو وروسته په هنر مند يا تخلیق کار خبرې کوو.
هنر مند د انسان او انساني ټولنې د نازکو جذباتو او خیالاتو هیجاني کیفیات د خپل هنر له لارې وړاندې کوي،هنر مند د خپل فکر تولید ټولنې ته وړاندې کوي.
هغه د خپلې ټولنې ښکلا،بدرنګي،ښګیڼې او بدګڼې همیشه چیلنج کوي،د هغه دا نا ارامي او بې قراري له هغه څخه يو ستر هنرمند او تخلیق کار جوړوي.
وروستۍ خبره دا چې په ټولنه کې هنري ارزښتونه او ښکلاوې ارزښت ونلري یعني د خلکو جمالیاتي ذوق پورته نشي او د ښکلا او جمال په افادیت پوه نشو نو د جمالیاتو تصور هم نشو کولای.
دا هنر مند او تخلیق کار دی چې د اصلي تخلیق کار او خالق د هنر رنګونه او اړخونه مونږ ته روښانه کوي.د ژوند حق،د انسان شخصي،ښاري او د سیاسي خپلواکیو حق،د بیان د ازادۍ حق او داسې نور داسې حقوق دي چې له نسلونو نسلونو څخه انسانانو د يوه حقیقت او ضرورت په توګه منلی.
نو که چېرې انسانان له دغو حقوقو څخه په حقیقي ډول برخمن وي نو جمالیاتي ذوق به یې هم تسکین شي او د هغه په وجود کئ پټ هنرمند به د خوښۍ،لذت او خوند ډېر نوې طریقې او رنګونه به وپنځوي او د هغه لپاره به د حسن او بدۍ ماناوې هم بدلې شي.  
اوس اصلي پوښتنه دا ده چې زمونږ د ټولنې هنرمند او تخلیق کار د خپل هنرپوسیله خپلې ټولنې په نوي فکر ورکولو کې څومره بریالی دی،هغه د جمالیاتو په دغه تاریخي سفر کې څومره بریالی دی.
په درنښت
وصال