
لنډه کیسه:
ژباړن: عطا محمد میاخېل
یوه عرب سړي یو سپی درلوده، چې د مرګ په حال کې و. هغه د لارې په منځ کې ناست و او د خپل سپي له پاره یې ژړل. یو سوالګر له هغه ځایه تېرېده، له عرب څخه یې وپوښتل: ولې ژاړې؟ عرب وویل: زما دا وفادار سپی زما د سترګو په وړاندې مري. دې سپي به هره ورځ ماته ښکار کاوه، د شپې له خوا به زما ساتونکی و او غله به یې زما کورته نه را پرېښودل. سوالګر وپوښتل: د سپي ناروغي څه ده؟ آیا ټپ لري؟ عرب وویل: نه له لوږې مري. سوالګر وویل: صبر وکړه، الله (ج) صبرکوونکو ته انعام ورکوي.
سوالګر د عرب په لاس کې له مرغلرو څخه یوه ډکه کڅوړه ولیده. وې پوښتل: په دې کڅوړه کې څه دي؟ د خوړلو له پاره ډوډۍ او خواړه. سوالګر وویل: ولې سپي ته یې نه ورکوې، ترڅو له مرګه وژغورل شي؟ د خپل سپي په پرتله له ډوډیو سره ډېره مینه لرم، د ډوډۍ او خوړو له پاره باید پیسې ورکړم، مګر اوښکې وړیا دي، د سپي له پاره مې چې هر څومره وغواړي ژاړم. سوالګر وویل: خاورې دې په سر شه ! اوښکې د زړه وینې دي او د غم په بیه په پاکو او خالصو اوبو بدلې شوې دي، د اوښکو ارزښت له ډوډۍ څخه ډېر دی. ډوډۍ له خاورو څخه ده، مګر اوښکې د زړه له وینو څخه.