
بایسکل یې په لاندنۍ پښه وداروه،له خولې راتاو کړی څادر یې خلاص کړ او د بایسکل پر زین یې واچوه،لاړ مخامخ خړه لرګینه دړه یې ټګ ټک کړه. شیبه وروسته دړه خلاصه شوه او ملا راووت،له روغ بړ وروسته ځوان ورته وویل: غوا مو لنګه شوې ده، خو دا څو ورځې کیږي چې په غولانځه یې دغمه راجګه ده.
ملا وویل:بس پوه شوم ته همدلته ودرېږه زه زر راووځم.
ځوان دیواله ته تکیه وهله څو دقیقي وروسته ملا راووت، په لاس کې یې تاو شوی کاغذ ؤ،ځوان ته یې وویل: دا تعویذ به لومړی په دریو سرو پاکو رنجو(تکه) کې ونغاړئ او بیا به یې د غوا په ښکر وتړئ، انشاء الله پر غولانځه به یې دغمه ورکه شي.
ځوان جیب ته لاس کړ دوه لوټونه یې راواخیستل او ملا ته یې ورونیول په بل لاس یې له ملا تعویذ راواخیست او پر بایسکل یې پښه واړوله.