ناوې

 
د واړه بوتل پر سر یې ګوتې راټولې کړې کوزه شونډه یې وریو ته لاندې کړه او د بوتل پر سر یې زور وکړ کړس شو لاندې دوه ټوټې ولویدې، تر څنګ یې یوې پیغلې په خندا وویل:
ببۍ د بوتل سر د غلط تاو کړ
زړې ښځې مخ ورواړوه بیا یې وویل:
خدای د ووهي زمونږ په وخت کې دا شیان نه وو د سر د غوړلو لپاره مو وړې کټولۍ لرلې هغې ته به مو غواړي ورواچول او بیا به مو په سکارو کیښودې، توبه اوس خو اخیره زمانه ده، بوتل یې چاود ورغوي ته ورټیټ کړ او ډنډ یې کړ بیا یې بوتل پر ځمکه کیښود لاسونه یې سره ومښل او د مخامخ سرټیټي پیغلې په ویېښتانو کې یې تېر کړل، پېغله ژړا نیولي وه او وجود یې جټکې خوړلې، زړه موسکۍ شوه بیا یې وویل :
لورکۍ بختوره یې ، له داسې سړي سره د ژوند وتړل شو چې د هېڅ شي خواري یې نشته داسې به دې ساتي لکه سوی لاس او په وجود به دې غوښې نه ځاییږي، ترڅنګ ولاړې پیغلې د زړې له خولې خبره ونیوه ویې ویل: ببۍ کاش چې د نیکه پر ځای یې نه وی، سرټیټه پیغله سلګیو ونیوه زړې ښځې د اوږدې کمڅۍ سر وتاړه او په مریو جوړ شال یې په سر پرې راخور کړ په ملا یې وټپوله او تر څنګ ولاړې پیغلې ته یې سترګې کږې کړې.
پیغله زر زر له کوټې ووته شیبه وروسته په انګړ کې د دریا غږ پورته شو.