ازار

 
 
دلته ازار څوک نه پیژنی
دلته قرار څوک نه پیژنی
 
زمونږه غریبه خلک يې ټول ووژل
لایق د دار څوک نـــــــــــــــه پيژنی
 
زما ملګرو نور دې خلکو ته به څه ووایو
دلته نه شات او نه خو زهر څوک نه پیژنی
 
د بزرګۍ دعوا خو ټول خلک کوي
دلته خونخوار څوک نه پیژنی
 
ډیر مو دوستان دې په دوستۍ خو دلته ټول راغلی
ضیا ساپیه دې ځاي کې اغیار خو څوک نه پیژنی
 
احمدضیا ساپی