د سپوږمۍ پر مخ د اوبو څرګندې نښې وموندل شوې

ناسا د سپوږمۍ پر مخ د پريمانه کنګل شويو اوبو ډېرې څرګندې نښې موندلي . ناسا داوبو د تثبيت لپاره خپله يوه سپوږمکۍ په لوی لاس د سپوږمۍ د دايمي سيوري په برخه کې کښته کړه او له اټکل سره سم هلته د کنګل ټوټې وموندل شوې. که څه هم تر دې وړاندې د (چاندروان )په نامه يوې هندي سپوږمکۍ هم د سپوږمۍ پر مخ د اوبو د زېرمو خبر ورکړی و، خو هغه څرګندونې يوازې تيوريک وې او اوس د اوبو او کنګل زېرمې په تجربي ډول وموندل شوې . د اوبو د زېرمو شتون په عين وخت کې د سپوږمۍ پرمخ د هايدروجن او اکسېجن د شتون او هلته د ژوند د امکان په مانا ده . داوبو زېرمې به له دې سره مرسته وکړي چې له سپوږمۍ څخه يوه دايمي اډه جوړه او نورو ستورو او سيارو ته د سفرونو او څېړنو په مخه ګټه ترې واخيستل شي.