کښل شوي څیره

 
د یوې حیرانۍ وروسته مې په بې پامۍ سره ماضي ته مخ ورواوښت، راتلونکي ورو ورو ځان په چوپتیا کې ونغښت او رانه هېر شو. زه لکه یوه خیال غوندې حس تر هغه ځایه راوستم، چې لا مې وجود پر سپیڅلي ګناه نه و ککړ.
 یوه څوک د زمانې له ډاره په ریږدیدلو اندامونو د یوې وهم لرونکي مسکا په زور زما سترګو ته لکه د یوه تږي خوب په شان ورغاړه غړۍ شوه؛ روح مې دروندوالی حس کړ او ځمکه یې وپیژنده. ژوند لکه پرخه زما پر وریښمینه خاوره راوورید او د مرګ شغلې یې تتې کړې.خوند په بې صبرۍ سره زما ترمخې پروت ؤ او خوله مې ترې ډکه کړه، لامې د ذهن په مرۍ نه ؤ تېر چې روح مې د وجود پر څرمن د وتو منګولې ښخې کړې او زړه مې د هغې څیرې شکل زما سترګو ته رامخې ته کړ کومه چې د هغه پر دیوال کښل شوي وه.