د نړۍ تر ټولو ستره تفريحي کښتۍ جوړه شوه

 
په دې ورستيو کې د فنلنډ هېواد د ټورکو په ښار کې د نړۍ تر ګردو ستره کښتۍ جوړه شوه.
 Your browser may not support display of this image. ددې سترې تفريحي کښتې د جوړولو چارې د ٢٠٠٦ زېږدي کال د فبروري په شپږمه پيل شوې وې ،چې د ٢٠٠٩ زېږدي کال د اکتوبر په  ٢٩ مه نېټه پاى ته ورسېدې. دکښتۍ د جوړولو فرمايش Royal Caribbean  International له خوا ورکړل شوى و او د ټورکو ښار د کښتۍ جوړولو يوه شرکت Turun Telakka جوړه کړه.
Your browser may not support display of this image. رويل کارابين نړيوال شرکت په امريکا کې د کښتۍ جوړولو ستره کمپنۍ ده، چې په ١٩٦٨ زېږدي کال يې بنسټ اېښودل شوى دى ، تر اوسه پورې يې Turun Telakkaشرکت ته د ١١ کښتيو د جوړولو فرمايش ورکړى دى ؛ دا کښتۍ سياحتي او چکري کښتۍ ده چې د کارابين په درياب کې به ګرځي راگرځي.
Your browser may not support display of this image. نوموړې کښتۍ چې Oasis of the Seas نومېږي د نړۍ د تر ټولو سترې کښتۍ ريکارډ  تينگ کړى دى . بيه يې تر ٩٠٠ ميليون يورو لوړه ده ، چې تر اوس مهاله د فنلنډ هېواد تر ټولو لوړ بيه صادراتي توکى هم دى .
Your browser may not support display of this image.  
دې کښتۍ ځينې ځانګړنې په دې ډول دي
٢٢٠٠٠٠متره مربع د کښتۍ غولى
٣٦٠ متر ه اوږدوالى
٦٥ متره پلنوالى
٧٢ متره د اوبو له سطحې لوړوالى
او شاوخوا د ٦٢٠٠مسافرو او د٢١٥٠کښتۍ دچوپړوالو د وړلو وړتيا لري