غوګو

                                                                              لنډه کيسه
                                                               ليکوال : ګل رحمان رحماني
        زموږ په دفترکې به چې يوه شېبه هم ريس بلې خواته شواويابه هم دومره موقع په لاس راغله چې په خپلوکې زموږپه اصطلاح ګف شف ولګوونوبيامو په بهادرصيب چې موږ په خپلومينځوکې په غوګومشهورکړى وووردانګل اودخنداګانوشوربه جوړشوهمداسې دچايوياډوډۍ په مهال به هم دټولودخبروموضوع هغه  وويوه به له ډاکترميرويس نه وپوښتل ډاکترصيب غټ غوږونه په انسان کې څه اهميت لري ؟
ډاکترصيب که څه هم ترټولوزيات دخنداګوډى ووخوپه دې وخت کې به يې ځان دومره جدي کړچې ته به وايې ريښتياهم کوم ناروغ ته مشوره ورکوي
په نرمۍ به يي وويل
والله خبره داده چې دلويوغوږونودخاوندانوپه اړه خوتراوسه  طب کومه څېړنه نه ده کړې خوپال کتوونکي وايي چې دلويوغوګونوخاوندان ډېر بختورکسان وي هېڅ ځاى يې کارنه   بندېږي خوکله به چې نورله خندادټينګې نه ووډاکتربه جدي شو
په دې کې دخنداڅه خبره ده ولسمشرکرزى هم نام خداښه  لوى لوى غوږونه لري څنګه په مفتوکې ولسمشرشو
دغوګونه به چې نوروارپارخطاوونوموسک به شو
اويوازې دومره به  يې وويل
هوکنه ډاکترصيب سمه خبره کوي تاسې پانتونيان اوماترنهمه  مکتب ويلى خو دادي ستاسې نه لوړمعاش اخلم
 دټاکنوپه دغه دفترکې موږ ټول داسې کسان ووچې دپېژندنې اوملګرۍ سابقه مودومره اوږده نه وه بس هغه دچاخبره حالاتوسره يوځا ى کړي وو دبېلګې په ډول خپله غوګو دکندهارولايت اوسېدونکى ووچې په کابل کې  يې دټاکنوپه دفترکې دنده اخيستې وه ، داکترميرويس دطب پوهنځي دوروستي کال محصل اواوس يې رخصتي وه ،زه خبريال وم اوپه خالي وختونوکې مې ددفترخبرپاڼې اېډټ کولې همداسې احمد زبير دمعاملاتو لارښود دفتر درلود  سبحان الله بيادپوهنې وزارت مامورووخويووخت يې په کوم بل دفترکې له ريس صيب سره  پېژندګلوي شوې وه اواوس يې نرغوندې دوه دندې ترسره کولې خودمجلس مالګه مو يوازې غوګوو
کومه ورځ خبره ان ترريسه رسېدلې وه کيسه  داسې وه چې يونوى ملازم مونيولى وو زموږ له خولې يې غوګوغوګواورېدلي ووفکريې کاوه چې دهغه نوم ريښتياهم غوګودى يوه ورځ بهادرکوم مکتوب ورکړى وو چې دريس دفترته يې يوسي خوکله چې ريس ته ورغلى وو نوورته ويلي ووچې مامورغوګوصيب راکړ
ريس غوصه زموږ دفترته راغى اودغوګو پوښتنه يې وکړه لومړى غوصه ووخوکله چې پوه شو  نوبياله خندا نه ټينګېده دايې هم پسې زياته ګړه چې زه کله دبهادردفترته ځم نوماته يې شاوي خواول يې غوږونه راته ښکاري
يوه ورځ ملازم داخبارپه لوستلوبوخت وواوجالبومعلوماتوپانه يې رااړولې چې ناڅاپه مڼده کړه اوغوګوته يې اخبارورکړ
غو.....وبښى بهادرخانه ته دغه مطلب وګوره
غوګوپه غوصه د اخبار پاڼې وويله خواخباريې دملازم په مخ وويشت
ماچې اخبارراپورته کړنونيمه پاڼه مطلب يې دهغوکسانوپه اړه ليکلى ووچې لوى غوږونه لري
يوځاى يې ليکلي ووچې دلويوغوږونوخاوندان ډېرغلي خوله شيطانته ډک وي ، نه ډ ېريخ اونه هم ډېرې ګرمۍ ته دټينګې دي ، ډېرزرتېروځي اوهسې په مفتوکې لويو پوړيو ته رسېږي
ما لا مطلب نه وو خلاص کړى چې ډاکتراو ټول همکاران راباندې راغونډ شوي وو او دفتر خنداګانو په اسراخيستى وو
         ماليدل چې کله به بهادريوازې شو نودتشناب هندار ې ته به ولاړاوخپلوغوږونوته به يې کتل خوترټولوډېرپساتي خپله ډاکتر ميرويس وو ځکه همدى ووچې دهغه غوږونوته يې  دټولو ورپام کړى وو
اکثره وخت به چې ددفترپه موټرکې دکورپه خواتلونوډاکتربه له لوى لاس  غوګوداسې ځا ى کښنولوچې دڅنګ په هنداره کې به يې څېره ښکارېده
بيابه يې په ډېرېورغږکړ
استاده پام کوه چې دچاغوږونه لاراوياترافيکي اشارې درنه پناه نه کړي
بس تردفتراوکورنوبه مو له خندازړونه خوږېدل اوبهادربه يوازې له خنداوازه خوله نيولې وه
ښه مې په ياددي چې دپنجشنبې په ورځ دمېټنګ په خونه کې ناست وواودريس صيب دراتلوانتظارموکاوه بهادردډاکترخواته وروکتل
ډاکترصيب نور به نو پوهنتون هم درنه خلاصېږي ؟
ټولووخندل
ډاکترهم شرمنده ځواب ورکړ
نه غوږو صيب او زه پوهنتون خو لکه سراوغوږونوسره تړلي يو
او...
بهادريې خبره ورپرې کړه
ډېرشيطان يې خوددې په ځاى دى چې وترنري ويلى وى ښه وه ډېره به ښه وه هسې هم ډاکترنه درنه جوړېږي
هو  هغه مې هلته ويله  چې په غوږونوکې تخصص اخيستل کېدلى
بهادرغاړه تازه کړه
ټوکې مه کوه ته ووايه چې مونګراف په څه کې اخلې
ډاکترله خندالاس په خوله کېښود
غوږوصيب دمونوګراف موضوع مې دومره سخته نه ده
په څه کې ده
په انسان کې دغوږونواهميت
ټولو وخندل اوريس راننوت
                                                  ٭٭٭
وو کله چې ټاکنې ترسره شوې نوله ستومانۍ په ټولو خوبونه حرام وواووخت راباندې دو مره مصروف تېرېده چې غوګوته موهېڅ پام هم نه وويوه ورځ ريس ويل چې درايوله شمېرنې وړاندې هرڅو ک کولى شي ترپنځوورځو پورې رخصتي کورتېره کړي اوبيادشمېرلپاره بېرته حاضرشي همداسې وشول ټولورخصتي واخيسته
غوګوهم مخ په کندهارلاړوويل يې چې يوه يوه نيمه مياشت کورته نه دى تللى زموږ ددفترددندې موده  کمه وه خو له پوره مزه چړچوډکه وه دلته ديوه ملازم معاش هم ديوه دولتي ريس هومره وونورامکانات خوپه ځاى پرېږده
پنځمه ورځ چې راغلوبېرته کارونه پيل شول خو د غوګودرک نه وو دويمه ورځ دريس صيب په دفترکې وم چې له حوزې نه تلفون ورته راغى څه خبرې يې وکړې
وروسته يې راته وويل چې  غو.....وبښى بهادرصيب ناروغ دى
روغتون ته ورځو په وزيراکبرخان کې د ى ټول په بېړه  ورغلوباډي ګاراډان اوساتونکي موراسره کړل
ګوروچې په روغتون کې پروت دى له ګوټې اوسرنه يې بنداژونه تاوودي
دپوليسو يوافسروړاندې راغى اوزموږريس ته په خبروشو
صيب اوس هم دخداى فضل دى چې وژلى يې نه دى ښۍ غوږ اودچپ لاس دشهادت ګوته يې ورنه پرې کړې په غزني کې يې له خپل موټره ښکته کړى غلطي يې داوه چې ستاسې ددفترکارت يې ورسره نيولى دپوليسوافسر زموږ د ريس شناخت وخوت  دوى لا د دې پېښې اوطالبانوپه اړه خبرې کولې اوموږ دغوګوخواته ورغلوپه کټ کې يوزېړرنګه ځوان پروت وو ډاکترويل چې اوس ښه شوى خبرې کولى شي
ډاکترميرويس ورمخته شو مخکې له دې چې څه ووايي
دبهادرپه سترګوکې اوښکې وګرځېدې اودزړه له  زور  موسک شو
ډاکترصيب نورخورا ته غوګونه وايى
خوموږ ټول سلګوواخيستودهغه غوږاوګوته بې حرکته وو
بهادردراپورته کېدوناکامه هڅه وکړه
اويوازې داجمله يې له خولې ووته
   ډاکتره ستاپال ريښتياوو  خلک وايي چې کرزي وګټله
 2009-11-11
       نومبرجلال ښار