
لا یخ وهلي دی فکرونه غوړیدلي ندي
لا زورور خلک له خپل زوره لویدلي ندي
کلونه کیږي چې مزل کوي په شاړو لارو
کلونه کیږي چې منزل ته رسیدلي ندي
چاویرولي له رڼا نه په تیارو مین دي
په دغه کلي کې ډیوې چالګولي ندي
لاېې په خیال کې دي د کرکې تور سپیره رنګونه
لاېې له خیاله دوحشت ورځې وتلې ندي
وشوه موده ورباندې کیږي دنفرت وارونه
دمینې څلي لا ولاړ دي نړیدلي ندي
خیرده که زه درنه پناه شوم عمرخیله یاره
ستا تصویرونه مې له ذهن نه توګلي ندي
صفي الله عمرخیل
۱۳۹۵زمری،
خوشال خان مینه
کابل افغانستان