خپل يو فرهنګي ملګري ته

يو ادبي ليک

 
  هيله په هيله

 
 

                 مينه په مينه
 


 
 
     د ژوندانه تر ټولو لويه  سرمايه ديو ښه دوست ټاکل او د هغه دوستي پالل دي .انسان د يوې بې وزرې مرغۍ  په څېر ده چې د خپل ژوند د بقا لپاره په نااشنا غرونو او سر درو الوتنې کوي او درسته ورڅ ارام نه مومي خو چې کله د لمر سترګه په پرېوتو شي او تر وږمۍ شي بيا هر زنده جان د خپلو جونګړو او ځالو په لور د ارام او سکون لپاره بېرته را ګرځي او څيني يې سر د ماښامه سترګې پټې کړي ويده شي او ځيني بيايو لږڅه په ځنډ يعنې د شپې ناوخته سترګې خوب ته وسپاري او د سکون ساه واخلي.خو په نړۍ کې داسې انسانان هم شته چې درسته شپه لکه د يوې بې ځالې مرغۍ په ويښه تېروي خو د نورود سوکالتيا او ارامى لپاره ستونځې ګالي او هيڅ کله دا فکر نه کوي چې فلان شخص بېغمه ناست دى او زه کار کوم .
    هو ګرانه ملګريه !نړۍ له رازونو ډکه ده او زمونږاو ستاسې په زړونو کې
هم بلا بلا رازونه سره له ډېرو هيلو او ارمانونو موجونه وهي خو مونږاوتاسې چاته د ويلو ژبه نلرو خو ددوستى او انډيوالى تارونه دومره ژوراو غښتلي دي چې کله دوه ملګري سره مخامخ شي ژبه پخپله ګويا شي او په څو شېبو کې ديو زړه رازونه په بل زړه کې ځاى ونيسي .او د متکلم زړه خالي شي او زړه يې سکون ومومي او هيڅ کله هم دا ويره ورسره نه وي چې ګوندې دده ملګرى په دده حالونه وبل چاته  ووايي او ده ته په کوم خطر واقع شي .
   ګرانه ملګريه !دا د دوستى زور دى چې ديو زړه حالونه وپل زړه ته لار کوي،دا دوستي ده چې په يو بل اعتماد زيږوي ،دا دوستي ده چې مات زړونه کوشېروي او ژوند ته ښکلا ورکوي .نو ستا نه  هيله کوم چې تل په دوستانو او ملګرو ويسا ولره او کله کله دملګرو نازونه او ترخې خبرې زغمه او د لويې حوصلې نه کارواخله .شاعر د شعر په ژبه څومره ښه وايي :
                                زړونه مه  ماتوه لعل د بد خشان دي
                                مشکل کار دى رغول د شکســت وو
    
په پاى کې تاته تاند قلم او د اوږد عمر غوښتنه کوم ستا د برياليتوب په هيله .
                              ستا خوږمن دوست
محمد واصل وصال
مرام راډيو د
نشراتو څانګه د  شپې  ٠٠:١٢ بجې
پاى