
رسول اشنا
زړه راته وویل هغه څه چې د خلکو بد ایسي ښه و ګڼه.
زړه را زده کړل، چې مینه د مین نه، بلکه د معشوق ځانګړنه ده.
زړه راوښوده، چې هغه غږ ته غوږ ونیسم چې له ژبې څخه نه وي راوتلی.
زړه راته وویل، چې محسوس د مقول نېمایي دی.
زړه راته وښوده، چې هر نا اشنا او خطرناک غږ ته هرکلی ووایم.
زړه رازده کړل، چې وخت د (( پرون داسې واو سبا به داسې وی )) په تله ونه تلم .
زړه راته وویل، چې ځای تر دې ځایه محدود نه کړم .
زړه را وښوده، هغه مهال چې ښاریان ویده وي زه باید وېښ وم .
زړه راته وویل، چې له شوکمارانو څخه غوره او له واکمنانو څخه ناوړه نه یم .
زړه رازده کړل، چې زما د لارې مشال زما نه دی او زما په خوله غږېدونکې نغمې زما په ګوګل کې نه دې جوړې شوې.