غزل


هره ورځ جامې د خپلو سترګو په اوبو مینځم
نورې به ګناوې خــــپلې ټولې په سجدو مینځم

تا ته د ‌‌‌‌‌‌‌ډک زړه د خاموشۍ زور در مالوم نه دی
زه یمـــه چې هره ورځ مې زړه په اسوېلو مینځم

اوښکې زمــــــــا پاکې دي خو تا پکې لیدی نشم
نور دې تصویرونه هم له زړه هم له لېمو مینځم

باد یې ترېنه نه وړي په مو دو یې انتظار یمه
ځمه د تهمت ګرد مې له خپلو اننګو مينځــــــم

هره ورځ مې غندې په شعرونو اوغـــــزلو کې
اوس به مې ځان څنګه دپېغور له قصیدو مینځم

اوس مې له تا دومره کرکه شوې او زړې تورې یم
ته مې چې لاس ونیسې زر لاس تر مړوندو مینځم
 

اسما لمر