#ځوانانو!!  #یابه_یوکېږئ_یابه_ورکېږئ

په دې ورځو کې یو شمېر ځوانان او د فېسبوک ملګري مې چې نه یې په ریښتینولۍ کې شک لرم او نه یې له پوهې انکار کولای شم< په هغه ځوانانو پسې یې بې معنی تبلیغات شروع کړي چې په خپلو ولایاتو کې یې د هر اړخیز فساد او ناوړه روان امنیتي وضعیت د ختمولو او یا هم را کابو کولو غږ اوچت کړی او د دوی د چیغې د خاموشولو لپاره کمپاین کوي.
شخصا زه د دوی دغه کمپاین د دوی لخوا د اولس سره ستره جفا بولم.
هغوی چې د خپلو هېوادوالو د ګټو لپاره قرباني ورکوي خپل وخت او انرژي مصرفوي او غواړي اوسني بد او ناورین زیږي روان وضعیت ته خاتمه ورکړي اصلاح پاک او ژمن کسان د فاسدو کسانو ځای ناستي کړي هغه هم د خپل ولس د آرامۍ لپاره. نو دا خو د هغې ‌‌‌‌‌‌ډلې ځوانانو ناځواني، اویا خدای مه کړه د دوی د ملي احساس کمزورتیا ده، چې بې له کوم دلیله د بلې ‌‌‌‌‌‌ډلې ځوانانو په نیت او هڅو شک کوي او په دوی تور پورې کوي، چې د خپلو ګټو په خاطر یې خولې خلاصې کړې او د یوه سره د دوی ټولې ادعاوې باطلې ګڼي، حتی یو مخ یې دوی ته د انتقاد او شک ګوته نیولې.
زه له دې ځوانانو دری څلور ساده پوښتنې لرم، چې دوی یې دې په پوره ایمانداری، وطندوستۍ او صداقت سره راځواب کړي:
١ - آیا د دې ‌‌‌‌‌‌ډلې لخوا چې تر اوسه د چارواکو په ضد کومې ادعاوې شوې ټولې باطلې دي او هېڅ یوه حقیقت نه لري؟
٢ - تاسې چې دوی د اسنادو په نشتون تورنوئ، نو ولې د دوی پرضد رسمي دعوه نه کېږي؟
٣ -آيا ستاسې په سیمو کې امنیتي وضعیت دومره ښه دی چې هېڅوک باید دولت ته ترې شکایت ونه کړي ؟
٤ - یا تاسې ځوانان دومره بې جرائته او بې احساسه یاست چې نشی کولی د سیمه یيز استبداد پر وړاندې د حق چیغه بدرګه کړی او خپل بېچاره ولس د دوی د ظلم له منګلو خلاص کړی او دا طلسم مات کړی؟
زه خو داسې ځوانانو ته حیرانه یم چې ولې اوس هم د هغو واکدارانو په ننګه را پاڅېدلي، چې دوی یې د ښه او آرام ژوند نه بې برخې کړي د دوی او د دوی د هېواد په ګټو یې لا هم لکه زهري ماران کلچه وهلې او نه پرېږدي چې په هېواد مین او لوستي ځوانان دې له دوی سره حساب وکړي. یا نه غواړي هغو ځوانانو ته فرصتونه په لاس ورشي چې خپلې ګټې، ارامي، امن او امکانات د وطن له ګټو قربانوي.
زه په دې ځوانانو بیا هم غږ کوم چې نور نو یو پر بل شکونه اتهامونه پرېږدی، د اعتماد لپاره ټول امکان له تاسو سره دی، تاسو ته له اسمانه د بدلون لپاره بل پیغمبر نه راځي، ستاسو د ټولنې اصلاح او سمون کوم خیراتي امتعه نده، چې بل څوک یې درکړي. یو د بل ملتیا وکړئ. نظرونه، غوښتنې او تګلارې مو سره شریکې کړئ، ناولي ځوانان مو له منځه وباسئ او مه پرېږدی چې څو بې علمه، بې منطقه او فاسد چارواکي مو د خپل پایښت او مافیايي ګټو لپاره په ‌‌‌‌‌‌ډلو ‌‌‌‌‌‌ډلو وویشي، یا ستاسې له خپل منځي شخړو په استفادې دوی خپلې خورجینې ډکې کړي. ستاسو مجبورۍ چې هرڅه دي، خو ستاسو مشترکه وجه له همدې وطندوستو ځوانانو سره تر چارواکو زیاته ده. د خېلونو او سیمو وړو چوکاټونو کې مه ننوځئ، غل او فاسد فاسد دی، نه قوم لري، نه عزیز، نه تربور او نه سیمه. ستاسو له غلو سره هیڅ مشترکه وجه نشته، نو ولې د دوی لپاره په اجورتي ځواک بدل شی او د خپلو فقیرو او مظلومو خلکو ازار واخلی. فرصتونه د لاسه مه ورکوی د ناوړه او بد حاکم وضعیت پر وړاندې غږ پورته کړئ او چا چې غږ پورته کړی لاس ورکړئ. شکونه ابهامونه په مخامخ خبرو او اعتمادي فضا کې حل کیدای شي او دا فضا ستاسو د درایت او صداقت محصول ده. که د دوی په منځ کې مضر او د شخصي ګټو پالونکي مو وموندل د ګریوانه یې ونیسئ او له دې سپېڅلې مبارزې یې بېل کړئ.
ستاسې خور #اسمالمر ستاسې د یووالي په هیله