ویښو او باهمته ځوانانو!
د ناوړه دودونو، فساد او په ولس د روان زور زیاتي، منفي عادتونو پر وړاندې ستاسې راپاڅېدل او په ضد یې مبارزه زما او زما دهېواد د ریښتینو بچیو ستر ارمان و. نو دې سره فکر کوم زما او زما په څېر د هېواد د زیاتو لوڼو او بچیو داهیله په پوره کېدو ده.
د ناوړه دودونو، فساد، وژنو جنګ، زور زیاتي او د ولس د حق غوښتنې لپاره ستاسې په وروستۍ او روانه ویښتیا ویاړم او هیله لرم، چې د مافیا په لاس یرغمل شوي د مثبت فکر درلودونکي او په هېواد مین ځوانان مو هم د دې مثبتو هڅو او مبارزو په اهمیت اوهدف وپوهیږي او «د افغانستان وژغورئ!» غږ په پوره مېړانه او همت درسره بدرګه کړئ او ترټولو مهم دا چې پاک او سپیڅلي چارواکي مو هم په دې مبارزه کې په پوره سپېڅلیتا او وطن دوستۍ لاس نیوی وکړي.
ځوانانو !
په ټينګ هوډ کلک عزم د فاسدو چارواکو پر وړاندې ودریږئ او دا تش په نامه دموکراسي په ریښتینې دموکراسۍ (والسواكۍ) بدله کړئ.
په ډېره سپېڅلیتا او ملي ارزښتونو او شخصیتونو ته په درناوي دا مبارزه په مخ یوسئ، د هېچا د سپکاوي هڅه مه کوئ کوښښ وکړئ، چې دا مبارزه مو بې د چا د سپکاوي او تحقیر نه رنګ راوړي د هېچا د ترور هڅه او آن فکر يې هم مه کوئ!
د عامه افکارو د رغولو نه کار واخلئ، ریښتینې او سپېڅلې مبارزه د عامه مثبتو فکرونو پر مټ بریالی کېدی شي.
ځوانانو !
د مثبت بدلول لپاره ستاسې مبارزې ته اړتیا ده، د ښو او مثبتو افکارو پر مټ دا مبارزه مخ ته یوسئ د تشدد پر وړاندې د مبارزې غوره او قوي وسله قلم او فکر دی.
مهاتما ګاندي يو زوړ ډنګر او عينكي سړی و، چې لونګ به يي وهلى و، نوموړي خپل د اغوستلو کالي پخپله اوبدل په هند كې يې د اعتراضونو رهبري پر غاړه واخیسته او برتانويان يې په دې تهديد كړل، چې كه دوى هندوستان پرې نږدي دى به له لوږې ځان ووژني. هغه نهضت چې ګاندي رامنځته کړ دومره قوت یې وموند، چې برتانيه مجبوره شوه هندوستان ته په كال ۱۹۴۷ ز كې آزادي وركړي.
هر حكومت له عامه افكارو څخه متأثره كېږي؛ مهاتما ګاندي هم د عدم تشدد د اعتراضونو له لارې د هند د آزادۍ لپاره له عامه افكارو څخه كار واخيست.
تاسې هم خپله یوازینی وسله د خپل فکر او قلم په مټ د ولس پيوستون وګڼئ، هېڅ ځوان ته د زور زیاتي خشونت سپکو ویلو رټلو او د چا د تحقیر اجازه مه ورکوئ، ځکه سپکاوی خشونت بد او رد تاسې د بریا نه د شکست منزل ته رسوي .
یوبل ته نیږدې شی یو د بل لاس اوپښې شئ، د فکرونو په روزلو کار وکړئ او د یوه واحد قوت په توګه د مافیا په مخ کې د پولادو دیوال جوړ کړئ.
تاسې کولای شئ، چې د فکري او جسمي یووالي پر مټ دا مبارزه وګټۍ که باور نه لرئ، تاریخ ته سر ورښکاره کړئ، هلته د خپلو نیکونو او پلرونو هغه کارنامې ولولئ، چې د یووالي پر مټ یې د نړۍ ستر طاقتونه زیر او زبر کړي .
د خپلو نیکونو او پلرونو اراده تمثیل کړئ، د تمثیل لپاره یې ځانونه ستړي کړئ، دا مبارزه سرښندنه او قرباني هم غواړي دګواښونو نه ویره ستاسې اراده ضعیفوي.
په زغم هوښیارۍ پوهه او ویښتیا دا اوږد او سخت منزل را لنډ کړئ!
تاریخ به ستاسې د پيوستون او د ولس ژغورنې دا داستان ستاسې تر نسلونو نسلونو ورسوي!!!
#افغانستان _وژغورئ
وروستي