
پښتو زما د پښتانو ژبه ده د غیرتمندو شاه زلمو ژبه ده زه پر نازیږم په نازولې ژبه د زړه ملحم مې د پښتو ژبه ده ولې به یې هېره کړم دا ښکلې ژبه د مهربانې مور مې همدا ژبه ده څنګه بدبخته بې احساسه ځوانان وي به پښتون پښتو به زده نه لري ورک دې شي داسې د پښتو ښاغلی دا دې باغیرتو غیرتي ژبه ده په مینه مینه یې مصرو کې لیکم د زړګي وینه مې د پښتو ژبه ده زه بازمحمد منګل به داسې ویم چې د جنت ژبه مې پښتو ژبه ده بازمحمد منګل