د هر ښه ژوند او خوشاله ژوند شا ته یو دلیل شته. خوشاله او ښه ژوند څنګه منځ ته راځي او دا له کوم ځایه شروع کیږي، تر شا یې د چا لاس ده؟.
ګرانو او قدرمنو لوستونکو د یوه تعمیر د آبادولو لپاره یو قوي او دقیق تهداب ته اړتیا ده که د تعمیر تهداب قوي وي نو تعمیر هم قوي ده. نو زموږ او ستاسو د قوت ، قدرت او پرمختګ لوی دلیل زموږ او ستاسو مور او پلار دي، زموږ همدا قوي تهداب چې څوک انجینران دي څوک ډاکټران او څوک پاچاهان دي زموږ او ستاسو میندې او پلارونه دي، چې د دوی قدر او عزت زموږ اساسي او مهمه وظیفه ده. چې زموږ کامل دین چې اسلام دي د مور او پلار هکله واضح ارشادات او مطالب بشریت ته وړاندې کړي دي.
مور د الله ج له ډیرو لویو نعمتونو څخه یو لوی نعمت دی چې هغه یې په موږ او تاسو باندې پیرزو کړې ده، دا لوی نعمت په هره ثانیه، د قیقه او هرساعت کې زموږ د خوښیو لپاره زیار باسې او تل په دې هڅه کې وي چې د خپل اولاد د خدمت کولو او خوشاله ساتلو جوګه وګرځي خو هغه مهربانه مور چې نهه میاشتې یې موږ او تاسې په خپله مبارکه ګیډه کې ګرځولې یو او له هغه وروسته یې بیا هم زموږ لپاره شپه او ورځ یوه کړی ده .
مور او پلار ته الله ج ډیر لوړ مقام ورکړی ده چی په دې هکله حضرت محمد ص فرمایې( جنت د میندو تر پښو لاندې ده ) که چیرته مونږ غواړو چې جنت تر لاسه کړو او په دې د نیا اویا په هغه دنیا کې کامیاب واوسو نو موږ باید د پورته حدیث مطابق د خپل ګران خوږ پلار او د شاتو په څیر خوږې او مهربانې مور خدمتونه وکړو چې پدې کار سره الله ج هم له موږ څخه راضي کیږي.
له چا سره چې د مور او پلار دعاګانې شتون ولري هغه په خپلو کارنوکې بریالي وي خو ترټولو به هغه څوک زیات خوش چانس وي چې مور او پلار یی ژوندي وي او دهغو خدمت کوي که موږ اوتاسې د مور د خدمت کولو له اجرونو څخه خبرشو بیا به همیشه د خپل پلار او مور خدمت کوو.
پدې هکله یوه ورځ نبي کریم ص خپلو اصحابو ته داسې وفرمایل: (له هغه اولادونو چې مور او پلار را ضې وي له هغه څخه الله ج هم راضې وي او له هغو کسانو څخه چې مور اوپلار نا راضه وي له هغو څخه الله ج هم ناراضه وي) نا څاپه یوکس له مجلس نه را ولاړ شو او له حضرت رسول اکرم(ص) نه یې پوښتنه وکړه چې یا رسول الله ص د هغه چا چې مور په کوچینوالې کې مړه شوې وي، هغه باید څه وکړي. حضرت محمد ص یی په ځواب کې وویل چې هغه باید د مور د خور(خاله) خدمت وکړي چې له دې اجرونو څخه برخمن شي.
په یو بل حدیث کې راځي، چې جناب نبی کریم ص ته یو کس راغی چې ماته نصحت وکړه رسول اکرم (ص) هغه ته ۳ ځلې و فرمایل چې (د مور خدمت وکړه ،د مورخدمت وکړه، د مورخدمت وکړه او په څلورم ځل یی ورته وویل چې د پلار خدمت وکړه او که د چا پلار وفات شوی وي نو د پلار د ملګرو خدمت دې وکړي چې له دې اجرونو څخه برخمن شي).
زما د ښه ژوند او پرمختګ لوی او قوي دلیل زما مور او پلار دي، هغه مور او پلار چې په ماشومتوب کې به یې زما په ژړا خپل خوږ خوب څخه به پاڅيدل تر څو زه آرام خوب وکړم. او هغه مور او پلار چې په لړزانو لاسو به یې زما د اړتیا توکې تیارول تر څو زه د کومې ستونزې سره مخ نه شم.
ګرانو لوستونکو! زما د پرمختګ او ښه ژوند دلیل هغه مور او پلار دي چې بې له ما به یې یوه ګوله ډوډۍ له ستوني نه تیرېده، همیش به یې هغه ښه خواړه زما لپاره ساتل او خپله به یې په سپوره ډوډۍ وخت تېروه.
ماته به یې ویل: زویه! موږ غواړو ته پرمختګ وکړې او ارامه ژوند ولرې، کوشش وکړه خپل تعلیم او تحصیل مه پرېږده. له هرې ستونزو سره یې زما په خاطر مقاومت او مبارزه وکړه تر څو زه یو شخصیت شم.
ایا له دې نه لویه هستي شته؟؟ زه خو وایم نشته زما همدا مور او پلار لویه هستي ده، داسې هستي چې همیش یې ماته خوشالۍ او خواښۍ را په برخه کړي دي، الله ج د ماته توفیق راکړي چې زه د دوی هره غوښتنه ښه په خوشالۍ پوره کړم، تر څو د الله ج او د هغه رسول حضرت محمد ص را څخه راضي شي.
د مور او پلار احترام او خوشاله ساتل په هر مسلمان فرض ده.
او هغه کسان چې د دې هستي په قدر نه پوهېږي یعنې د مور او پلار قدر نه شته او احترام یې نه کوي الله ج د ورته هدایت وکړي. که هدایت وړ نه وي الله ج د خپل جزاء ورکړي.
که له چانه مور او پلار ناراضه وي له هغه الله ج ناراضه کېږي، چې له یو چانه الله ج ناراضه شي نو د هغه دنیا او اخیرت خرابیږي. الله ج د موږ له داسې حالت څخه وساتي.
یوه ډله بدمرغه او جاهل کسان شته چې ما په خپلو سترګو لیدلي دي او د بعضو مې کیسې اورېدلي دي، چې خپل مور او پلار ته احترام څه چې ورته وایي ته : ته څوک یې ؟ بې سواده . ما خو پوهنتون ویلی تحصیل مو کړی ته ما ته خبرې کوې. ای جاهله ای بې فکره ته اول دا فکر وکړه چې ته دې حالت ته چا ورسولې ستا دا تحصیل څه په دردخوړل کیږي چې له خپل مور او پلار حقوق نه پيژنې، او دومره بې ادبه یې چې د خپلې خوږې مور او قدرمند پلار په قدر نه پوهېږې.
نو ګرانو خوږو دوستانو زموږ د پرمختګ او د خوشالۍ راز زموږ پلار او مور دي باید په هر حالت کې یې له یاده ونه باسو، همیش یې په یاد ولرو.
په پورته ذکر شویو احادیثو عمل کول زموږ ایماني او اساسې دنده ده.
هر هغه څه چې زموږ په خوږه اسلام کې د بشریت لپاره راغلي دي، زموږ او ستاسو د خوشالۍ او کامیابۍ سبب ګرځي. نو دوستانو هڅه وکړئ چې اسلامي ژوند غوره کړئ.
په اخیر له خپل ګران او مهربان پلار او خوږې مور څخه چې زما ژوند یې په ښکلاه را ته پوښلی دی یوه نړۍ مننه کوم، او له لوی څښتنه ورته د اجرې عظیم غوښتونکی یم. الله ج مو راته ژوندي لره.
بازمحمد منګل
وروستي