لکه څنګه چې تاسو ته معلومه ده افغانستان یوه له هغه هیوادو څخه ده چې اکثر د بل په تولیداتو ژوندی دی، او یو لې مصرفه کوونکو هیوادو څخه شمېرل کیږي. پخپله کومه د بسنې تولیدات نه لري.
هیواد مو غني ده خو رهبران مو خپلواکه نه دي همیشه د بل په اشارو ناڅي. هر متخصص مو د خپل ژوند په فکر کې دی، ښه ژوند په ښه ،آباد او پرمختللي هیواد کې کېږي. چې د هیواد له پاره او د ښه راتلونکې لپاره زموږ اکثرا رهبران هیڅ فکر نه کوي. چا چې کړی دی هغه ورک شوی دی. د افغانستان اقتصاد په زراعت ولاړ ده چې پرېمانه ځمکې د زراعت لپاره لرو چې اکثرا یې للمې ځمکې پاتې شوي دي، چې زموږ په زیاته اندازه اوبه زموږ ګونډيو هیوادو ته ځي. چې هغوی زموږ په اوبه تربیه شوي زراعتي محصولات په خپله خوښه پر موږ پلوري. چې نن همدغه هیوادونه د اټومي طاقت لروونکي هیوادونه په قطار کې دي. موږ په شته ځمکو او اوبو کې بل ته د سوال لاس نیولی دی. باید یو اساسي لاره ورته پیدا شي. ځمکنۍ زېرمې مو په نړۍ کې ساری نه لري، خو د وېستلو لپاره هیڅ کومه کړن لاره نه لرو. کومې زېرمې چې وېستل کېږي هغه د څو محدودو غلو لاسته ورځي او ځینې نور یې د قاچاق په ډول د هیواد څخه بهر صادرېږي چې هیواد ته یې هیڅ ګټه نه رسېږي، د بېلګې په توګه د لاجوردو ډبرو بې قانونه استخراج. چې زموږ په اقتصاد او آمنیت یې بدې اغېزې لرلي دي. آمنیت یې ځکه خراب کړی دی چې اکثر د دغو بې قانونه د کانونو استخراج ګټه د دولت مخالیفنو ته رسېږي چې اکثر د بل په اشارو خپل کار مخ ته وړي. بې اتفاقي تعصب یعنې قومې، سمتي او ژبنۍ کرکې هغه لویه ستونزه او مرض ده چې موږ یې له خپلو زېرمو غافله کړي یو او مشهور سولګر یې په نړۍ کې معرفي کړیو. ولې په شته زېرمو، ځمکو او اوبو کې زموږ اقتصاد د صفر طرفه روان ده؟ څو دلایل شته چې موږ په شته دارایي کې سولګر یو: • بهرنۍ لاس وهنې. • بې واکه رهبران. • ډارن رهبران . • د ملت بې سوادي. • د امنیت نشتوالی. استقلالیت یعنې خپلواکي په رهبریت کې یو مهم اصل دی چې د هغه په واسطه یو مدبر رهبر کولی شي چې د ټولو ستونزو سره ښه په جرأت مبارزه وکړي. داسې تغېر ته ضرورت لرو تر څو په خپلو پښوو ودرېږو او د لاس نېونې ځان وساتو او له نورو هیوادو سره مرسته وکړو. باید ټول په یوه آواز ووایو چې موږ افغانان یو له قومي او ژبنۍ تعصب څخه ډډه وکړو. هغه کومکونه چې زموږ سره شوي دي او کېږي هغه زموږ واکدرانو په بنسټيزه لاره نه دي لګولي. زما قدرمن او په افغان ملت زړه سوند رهبر هغه ده چې زما خوار ملت یعنې افغانان له سوالګرۍ خلاص کړي او په خپلو پښو یې ودروي. زه به هغه وخت په خپل رهبر ویاړم چې موږ له دې لوی پیغور څخه وژغوري چې وایې افغانان مالداره سولګر دي. د یو خپلواکه لوی تولیدونکي او غني افغانستان په هیله.
وروستي