مور او پلار

د نړۍ تر ټولو خواږه او ارزښتناک لغاتونه( مور او پلار):
 
ګرانو او معززو لوستونکو: لکه څرنګه چې تاسو ته بهتره معلومه ده چې نن او سبا اکثر اولادونه د مور او پلاره قدر او احترام نه کوي، یا دوی د مور او پلار له حقوقو چې الله ورکړي خبر نه دي او یا بې غوره دي. نو ما دا بهتره وبلله چې د مور او پلاره په هکله یو څو کرښې له تاسو ښاغلو او اغلو سره شریکې کړم.  
هغه ویاړونه او پرمختګونه چې زما مهربانه پلار او مور ماته په برخه کړي دي ، نو همیش زه مجبوریږم چې خپل قلم او انرژي د دوی په خدمت کې قرباني کړم. هر مطلب چې لیکم زما پلار او مور زما په ذهین کې راځي او همدا دوه خواږه لغاتونه چې مور او پلار زما د کامیابۍ او پرمختګ لارښود.  
که غواړئ چې هم په دې دونیا او هم په اخیرت کې کامیابي تر لاسه کړئ، نو د خپل پلار او مور له حده زیات احترام او قدرداني وکړي. چې زموږ خوږ او مکمل د اسلام دین د دوی په هکله روښانه مورد ذکر کړي دي.
په قرآنکريم او نبوي احاديثو کې د والدينو د خدمت ډير فضيلتونه راغلي، او د والدينو د نافرماني او د هغوی د ازارولو هم ډير تفصيل ذکر شوی، په حقوق الوالدين باندې مستقل کتابونه ليکل شوي.  

لهذا که چيرته مونږ او تاسو د دنيا او آخرت کاميابي غواړو نو مونږ او تاسو ته په لاندې څو خبرو عمل کول ضروري دي :
(۱) مه وايه ته دواړو ته (کلمه د) اف (هم) او مه رټه دوی دواړه او وايه دې دواړو ته (والدينو) ته خبره پسته (ادبناکه) او ښکته کړه دپاره د دې دواړو (والدينو) وزر (اوږه) د تواضع (نه د تکبر).  

(۲) د مور پلار تل (هميشه) اطاعت او فرمانبرداري کوئ.

(۳) له مور پلار سره ډير نرم چلند کوئ، مه هغوی په غصه کوئ او مه تاسو د غصې په نظر ورته ګورئ.

(۴) مور پلار چې څه درته وايي ښه په غور يې آورئ، د هغوی د عزت او مرتبې ښه خيال کوئ، د هغوی د مال ساتنه کوئ، هيڅ شی د هغوی له اجازې پرته مه اخلئ.

(۵) مور پلار مو چې په کوم کار خوشحاله کيږي هغه کوئ، ولو که هغوی يې د کولو حکم نه وي درته کړی، لکه د هغوی خدمت کول، له بازار څخه د ضروري شيانو راوړل او په زده کړه کې کوشش کول.

(۶) په خپلو ټولو معاملاتو کې له مور پلار سره مشوره کوئ، او د هغوی مشورې ته اهميت ورکوئ.

(۷) کوم وخت مو چې را وبولي په خندا ورته راځئ او نرم ځواب ورکوئ.

(۸) د مور پلار د دوستانو او خپلوانو د والدينو په ژوند کې او د والدينو له مړينې وروسته يې عزت او احترام کوئ.

(۹) په هيڅ معامله کې له مور پلار سره جګړه مکوئ، او مه دا ورته وايئ چې تاسو نه پوهيږی، بلکې په ډير آدب د هغوی پر وړاندې حق خبره ښکاره کړئ.

(۱۰) په کومه خبر له مور پلار سره ضد مکوئ، د هغوی پر وړاندې په زوره خبر مکوئ، د هغوی خبره په خاموشي سره واورئ، او په هر حال کې د هغوی د آدب او احترام خيال ساتئ.

(۱۱) له مور پلار څخه د جلا اوسيدو په صورت کې کله چې هغوی ستاسو کور ته درشي مخته ورته راشئ او استقبال يې وکړئ، د هغوی په خدمت کې هيڅ ډول کوتاهي مکوئ.

(۱۲) که تاسو ته هر څومره ضروري کار درپيښ شوی وي تل له مور پلار څخه اجازه واخلئ او ولاړ شئ، او له هغوی څخه د خپل ځان لپاره دعاګانې وغواړئ.

(۱۳) که چيرته تاسو تمباکو يا نسوار کوی نو د مور پلار پر وړاندې يې مکوئ.

(۱۴) خپلې ښځې او خپلو زامنو ته په مور پلار ترجيح مه ورکوئ، بلکې په هر حال کې د هغوی د خوشحالولو خيال وساتئ.

(۱۵) د والدينو په موجوديت کې له هغوی بر (پورته) مه کينئ، او مه د هغوی پر وړاندې د تکبر له امله پښې اوږدوئ.

(۱۶) په مور پلار په مصرف کولو کې له بخل کار مه اخلئ، که نه نو ستاسو اولاد به يقيناً له تاسو سره همدا ډول چلند وکړي.

(۱۷) د مور پلار له نافرماني او د هغوی له ناراضګي وويريږئ، چيرته داسې ونشي چې د هغوی د ناراضګي له امله مو د دنيا او آخرت بدبختي په برخه شي.

(۱۸) که مو له مور پلار کوم شی غوښت نو ډيره نرمه لهجه غوره کوئ، که يې درکړ مننه يې وکړئ او که يې درنکړ نو هغوی معذور وګڼئ، او د ډيرو زياتو غوښتنو له امله هغوی مه پريشانه کوئ.

(۱۹) که چيرته ستاسو د ښځې او د مور پلار تر مينځ جګړه را منځته شي نو په دې وخت کې په ډير لوی حکمت خپله ښځه پوه کړئ، ولو که هغه په حقه وي، او ياد لرئ په هر حال کې د مور پلار رضا ساتل د الله تعالی د رضا ساتلو لپاره ډير ضروري دي.

(۲۰) د اولاد په حق کې د مور پلار دعا او ښيرا قبليږي، لهذا تاسو د مور پلار له ښيرا حتی الوسع په هر صورت کې ځان وساتئ.

(۲۱) له ټولو خلکو زيات لومړی د مور قدر وکړئ، بيا د پلار، ځکه رسول الله  فرمايلي : جنت د ميندو تر قدمونو لاندې دی.

(۲۲) د مور پلار له مړينې وروسته هغوی ته دعاګانې وکړئ.
که چيرته د يو چا والدين خدمت ته محتاج وي او هيڅوک د هغوی د خدمت لپاره نه وي، نو په داسې صورت کې د اولاد په ذمه د هغوی خدمت کول فرض دي.
په دې نړۍ کي د انسان تر ټولو لومړنى او ډير لوى تړاؤ او اړيکي د مور او پلار سره وي د اسلام سپېڅلى دين د الله تعالى د حق څخه وروسته تر ټولو لوى حق د مور او پلار ښودلى دئ الله تعالى فرمايي:
 وَقَضَى رَبُّكَ أَلَّا تَعْبُدُوا إِلَّا إِيَّاهُ وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا إِمَّا يَبْلُغَنَّ  عِنْدَكَ الْكِبَرَ أَحَدُهُمَا أَوْ كِلَاهُمَا فَلَا تَقُلْ لَهُمَا أُفٍّ وَلَا تَنْهَرْهُمَا وَقُلْ لَهُمَا قَوْلًا كَرِيمًا. وَاخْفِضْ لَهُمَا جَنَاحَ الذُّلِّ مِنَ الرَّحْمَةِ وَقُلْ رَبِّ ارْحَمْهُمَا كَمَا رَبَّيَانِي صَغِيرًا. (الاسراء ٢٣-٢٤)
ژباړه: او ستا رب پرېکړه کړې ده چي پرته له هغه نه د بل هيچا عبادت مه کوئ او له مور او پلار سره ښه چال چلن کوئ که له هغوي نه يو يا دواړه زړښت ته ورسيږي نو اف هم مه ورته وايه مه يې رټۍ او په خورا نرمۍ او مهربانۍ خبري ورته کوئ د ډيري مهرابانۍ له پاره د ماتي او تسليمۍ وزرونه خپاره او همېشه ورته دعا غواړئ چي اى پرور دګاره! پر هغوی رحم وکړه لکه څنګه چي يې په کوچنيوالي کي زما پالنه کړې.

 د قران شريف په يو بل ايت کي د مور او پلار د حق د بيانولو په ترڅ کي تر دې پوري ويل سوي دي (که چيري د چا مور او پلار کافر او مشريک وي او خپل اولاد کفر او شرک ته مجبوروي نو اولاد ته پکار ده چي د هغوی په وينا دي کفر او شرک نه غوره کوئ خو په دنيا کي دي د هغوي سره ښه چال چلن کوئ او د هغوی خدمت دي بيا هم کوئ قران کريم فرمايي:
 وَإِنْ جَاهَدَاكَ عَلَى أَنْ تُشْرِكَ بِي مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ فَلَا تُطِعْهُمَا وَصَاحِبْهُمَا فِي الدُّنْيَا مَعْرُوفًا وَاتَّبِعْ سَبِيلَ مَنْ أَنَابَ إِلَيَّ ثُمَّ إِلَيَّ مَرْجِعُكُمْ فَأُنَبِّئُكُمْ بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُونَ. (القمان ١٥)  
ژباړه: خو که هغوی پر تا فشار راولي چي له ما سره ته داسي څه شريک کړه چي تاته د هغه معلومات نه وي نو د هغوی خبره هيڅکله مه منه، په دنيا کي له هغوي سره غوره چال چلن کوه خو پېروي د هغه چا د لاري وکړه چي هغه زما لوري ته رجوع کړې ده. بيا ستا سي ټولو را ګرځېدل همدا زما لوري ته دي په هغه وخت کي به تاسي ته دروښيم چي تا سي څه عمل کاوه.

د قران کريم سربېره په احادثو کي هم د مور او پلار د خدمت خبرو منلو او اطاعت ډېر سخت ټينګار او تا کيد سوى دئ او د هغوی څخه سرغړونه، نافرماني او کړاو ورته رسول ډېره سخته ګناه ښودل سوې ده، په يوه حدث شريف کي راغلي دي چي يو سړي د نبي کريم صلى الله عليه وسلم څخه پوښتنه وکړه! پر اولاد د مور او پلار کوم کوم حقونه دي؟ نبي کريم صلى الله عليه وسلم ورته و فرمايل (د اولاد جنت او د وزخ مور او پلار دي. سنن ابن ماجه-١١ ٥٣) (يعني د هغوی په خدمت باندي جنت ګټل کيداى سي او د هغوی څخه سرغړونه او بد چلن دوزخ ته رسونکى دئ.

په يوه بل حديث کي راغلي دي چي رسول اکرم فرمايي ( د مور او پلار اطاعت کونکى زوی يا لور چي هر څو ځله خپل مور يا لار ته د ميني او درناوي په نظر ګوري نو الله پاک به د هر ځل کتلو په بدل کي د يو قبول سوي حج ثواب د هغه له پاره ليکي اصحابو کرامو پوښتنه وکړه يا رسول الله! که هغه هر ورځ سل ځله ورته ګوري نو بيا به هم هر ځل د يو قبول سوي حج ثواب ورته ليکل کيږي؟ نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل هو الله ډير لوى دئ او ډير پاک دئ مطلب دادئ چي د هغه په خزانو کي د هيڅ شي کمي نسته په کوم عمل چي څومره اجر او ثواب ورکول وغواړي ورکولاى يي سي. (مسند احمد)

درې دعاګاني دي چي په قبلېدو کي يې هيڅ شک نسته د مسافر دعا، د مظلوم دعا او د مور او پلار دعا د اولاد په حق کي.(بخاري)

يو سړى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغي او وې پوښتل: يا رسول الله! په انسانانو کي تر ټولو زيات زما د ښه سلوک حقدار او وړ څوک دئ؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل ستا مور، هغه وپوښتل، بيا څوک؟ هغه وفرمايل ستا مور، بيا هغه وپوښتل بيا څوک؟ هغه وفرمايل ستا مور، بيا هغه وپوښتل: بيا څوک؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم ورته وفرمايل: ستا پلار. (بخاري)

يو اطرافي سړى رسول الله صلى الله عليه وسلم ته راغي او وې پوښتل: يا رسول الله! لوى ګناهونه کوم دي؟ رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د الله پاک سره شرک کول، هغه و پوښتل بيا کومه؟ هغه صلى الله عليه وسلم وفرمايل: د مور او پلار نافرماني.(جامع الا حاديث- ٥ ٣٤٣) 

د ټولو ګناهونو سزا الله پاک که خوښه يې شي تر قيامته يې ځنډوي خو د مور او پلار د سرغړوني سزا الله پاک له مرګ څخه مخکي په ژوندانه کي د هغې کونکي ته ورکوي. 

په يوحديث شريف کي راغلي دي چي نبي کريم صلى الله عليه وسلم وفرمايل: درې ډوله خلک دي چي د قيامت په ورځ به ورته الله پاک د رحمت په نظر نه ګوري يو ډله په کي هغه دي چي د مور او پلار نافر ماني کوي. (السنن الکبري للبيهقي- م م-(٨ ٢٨٨).
زما ګرانو او زړه ته را نیږدې دوستانو هغه بدې پیښې چې زموږ ټولنه کې له والدینو سره کيږي، نو زه دا بهتر او یو ضرورت بولم چې زموږ ماشومان او ځوانان ټول حقوق چې د والدینو دي پر خبر او په ځانونو یې عملي کړي. تر څو زموږ ټولنه له بدختیو وژغورلي وي.
که غواړئ چې روښانه ژوند او پرمختللي ټولنه ولرئ نو د الله ج احکام په ځان او په کورنۍ تطبیق کړئ.

مور:
م: مهربان
و: ویاړ
ر: روښانه

پلار:
پ: پرمختګ
ل: لوړ
ا: ارزښت
ر: روښانه

له دې څخه زیات ارزښتناک لغاتونه باید ورته وکارول شي، نو ما ځکه دا څو لغاتونه ورته انتخاب کړل. 
مور: 
لوړ مقام یې در کړی ګرانې مورې
قدردانې مهربانې ګرانې مورې
ستا قدم لاندې جنت دی کامیابي ده
ویاړ د ټولې د نړۍ یې ګرانې مورې
ستا په قدر به موږ درمو جنتو ته
لوی ارزښت یې مهربانې ګرانې مورې

پلار
زما ژوند د کړ روښانه زما پلاره
ستا خدمتو ته دې سلام وي زما پلاره 
نصیحتونه د ډیر لوړ وه ارزښتناکه
ستا لوړ فکر ته دې سلام وي زما پلاره
زموږ ژوند کړ آباد خپل د خوار کړ 
زما ټول ژوند له تا قربان وي زما پلاره