د لړم دوستي

 
همایون بابر
د ځینو انسانانو په لیدو سره په مغزو کې  زړې کېسې تازه کیږي، د ښوونځې په کتاب کې د لړم او کشپ "سنگ پشت" د دوستې په اړه مې لوستي و، یومهال د لړم او کشپ د دوستې په ترڅ کې د هغوي مخې ته لوی سیند راغې،  قربانې ته اړتیا لیدل کیده، نو کشپ د خپلې خواخوږې له امله لړم پرشاه سپور کړترڅو يي له اوبو پورې باسي کله چې د دریاب منځته ورسیدل لړم د خپل زهرجن نیش څوکه د کشپ پرملا ښخه کړه کشپ وپوښتل چې داڅه کوي آیا دوستې همداسې وی ؟ لړم ځواب کې ويي څه وکړم، دا زما د طبیعت تقاضا ده...
د کابل ښار پروان دو په سېمه کې د دنګو بلډنګونو ترمنځ  څه شمیر بیځایه شوي افغانان په ډیرو بدو شرایطو کې ژوند کوي، د دوی په منځ کې زهرا هغه اوه کلنه  ماشومه وه چې پرمخ ېې لویه دانې ته ورته تومورموجود و، دغه بد شکلې زهرا د خپلو همزولانو له منځه  منزوي کړي وه،  زهرا به هره ورځ د پروان دو د موټرشوئې ترڅنګ خلکو ته سپېلنې دودول، ښوونځې ته ورتګ خوهغې ته یو خیال و ، سپېلنې ېې ځکه دودول چې کورنۍ خورا ناداره وه،  د هغې په درمنله شاوخوا دری زره امریکاېې ډالر لګښت راته چې پلار ېې هیڅکله  یاد لګښت پری کولو ته چمتو نه وو.
ناببره زهرا یوه ورځ د سپیلنې دودولو پرموکه  په پلاستیک سرجن ډاکټر وربرابریږي ، هغه د شخصې روغتیاېې مرکز  یوه تکړه جراح دی ، نوموړي د زهرا له پلار سره  د مشورې وروسته د هغې عملیات ته په وړیا توګه ټټرډبوي.
خو د عملیات دمخه د مستند فلم جوړونکې غواړې د زهرا د مظلومیت کېسه په اروپا کې خلکوته  د سکرین له لارې په مستنده بڼه وښيي.
داچې  د فلم جوړونکې  ډریور د بل قوم پوري تړاو درلود، فطرت يي د لړم وو، نه يي غوښتل چې یوې بیوزلې انجلۍ د مخ بده بڼه د  ډاکټر په وړیا مرسته ورغول شي، نو ځکه ېې د مستند فلم عکاس ته د زهرا په اړه نا سم او دروغجن مالومات ورکړي ؤ.
کله چې زه کیږدي ته راننوتم عکاس رنګ سور لکه آناروو عکاس ویل: " زه نه غواړم د چا د درواغو کېسه خپل ملت ته حکایت کړم"
 
ما ويي په یوه ثانیه کې څه پیښ شو؟ خو، هغه نه غوښتل د ډریور راز دمګړۍ ماته په ډاګه کړي، خوکله چې عکاس د جراح ډاکټر له خولې نه د زهرا د بیوزلې ټوله کېسه  په مدوشد سره  وارویده ګمان يي په یقین بدل شو، اوپوه شوچې د زهرا کورنۍ خورا غریبه ده، هغه د  ندامت سر  وښوراوه، او د ډریور د قومې تعصب ناروغۍ يي پرته له كوم علاج نه تشخیص کړه او په پای کې عکاس وویل: " زه بخښنه غواړم، ماته ستاسو افغان ناسم مالومات راکړي ؤ. "