د کونړ حاجی کشمیرخان ومړ

 
همایون بابر
د اسد ۳مه، ۱۳۹۵ل
 
د فسبوک د پاڼې په خلاصولو سره مې د یو تن  کونړې ملګرې پر پوست سترګې ور خښې شوي، نوموړي د یوبهرنې  ټلویزیونې چینل خبریال دی، د خپل عادت له مخې  د  لوړ پوړو اونومتو شخصیتونو سره د مرکې وروسته خپل انځورونه د یوڅه متن سره پر پاڼه  پوست کوي، انځور ته مې برند برند  وکتل مګر د خبریال سره ناست مقابل کس چې چترالې کوټ په تن، اوږده سپینه ږیرده او پکول يي پر سر، سم  ونه پیژانده، له لوستلو وروسته ، دا د اسلامې حزب د یو تن مهم قومندان حاجې کشمیرخان چې د کونړونو د هسکو غرونو او ښکلو درو د شیګل ولسوالې اوسیدونکې د مړیني خبر و.
هغه  پخپل طبیعې مرګ د ۶۵ کلونو په عمر د فانې نړۍ  نه سترګې پټي کړی. طبیعې مرګ یادونه ځکه اړینه ده چې د طالبانو د نسکوریدو وروسته  په ۲۰۰۱ م کال کې کله چې  پخوانې ولسمشر حامد کرزی جلال آباد ته راغلې ؤ، حاجی کشمیرخان د کرزی لپاره د چمتو شوي غونډی په اغلب ګمان  وروستې ویناوال ؤ، دا چې وروسته څه پیښ شو... جلا بحث دی.
له هغې وروسته امریکاء د هغې د نیونې هڅې پیل کړي، نوځکه حاجی کشمیرخان د مرګ تر وروستې  شیبې پوري د کونړ په  نامعلومو موقعیتونوکې، د عام محضر نه پټ د یو داخلې جلاوطن په توګه په کابل کې د واک په ګدۍ ناست واکدارانوته د ګلبدین حکمتیارتر قیامت او مشرې لاندي د یوسیاسې اویا وسلوال مخالف په توګه خنډ وو، که په ګوتو ورغلې وای نو د امریکاء لپاره غوښن ښکار اوممکن د ګوانتامو زندان  د حزب اسلامې د نورو غړیو په څير به يي ارومرو لیده.
د خلکو په حواله حاجی کشمیرخان د ۱۳۵۷ ل د زمری په ۹ مه  چې د هغه د ځوانې  تاند پسرلې و، د سرو لښکرو پرضد وسلوال جهاد پیل کړ، حاجی کشمیرخان د کونړ له تنګو درو او مست او څپاند سیندونو  نه د جهاد نعره پورته  او تر خوست او هرات ېې ورسوله او بیا نږدی څلور لسیزې په یاد بهیر کې تم پاتی شو، هغه د لومړني افغان مجاهد په توګه له روسانوځنې وسله په غنیمت ونیوه ، چې بیا دا جمله لسیزې د کوچنیانو په  خوله کې په ختیځ کې د هغه په اړه مشهوره وه.
زما په څیرد هغه چا لپاره به خورا ګرانه وی چې پرکشمیرخان څو کرښې ولیکي، هغه چاچې  د شمشتوکمپ په خوب نه وی لیدلې او اسلامې حزب سره هیڅ تړاو او علاقه و نلري، خو د هغه د شخصیت په اړه د څه مورد رانقلولو انګیزه زما د صغارت  دورې سره تړاو لری کوم چې د چا خبره "د کاڼې کرښه وی"، کلونه پخوا تره مې راته په سروبی ولسوالي کې د اسلامی حزب د فرقِ سماء د مشر حاجی کشمیر خان په هلکه نکل کاوه هغه ويي، نوموړي د تنظیمې جګړو او ورسره نورو بې خوندیو په اړه اندیښمن و، اود هغه وخت روان حالت يي د ۱۴ کلن جهاد د ثمرې او د هیواد  د پرمختګ په زیان باله ، د خپلمنځې جګړو پرمهال سروبی ولسوالۍ او وریښمین تنګې د پاټکونو اوپه هغه کې د مسافرینو او عابرینو سره بد سلوک او چال چلند  له امله خورا مشهور ؤ، تره مي ويي چې یوه ورځ د قومندان عزت الله د مجاهدینو له خوا د زور زیاتې د قضیې په تړاو د شکایت لپاره  زه د حاجی کشمیرخان سره د هغه په دفتر کې ناست وم چې یوتن ټیټ پوړي قومندان خونې ته راننوت د سلام وروسته د هغه سترګو ته یوه سپينه پاڼه مخکې کړه کشمیرخان وپوښتل چې داڅه دی ؟ قومندان ويي: دا د څو لاریو[ د موټرانو نه ناقونه  حق العبور]  لپاره د امر اخیستل دی، مجاهدین می وږی دی اعایشه اواباطه  خلاصه شوي که د څو لاریو امر راکړئ .
تره مي ويي: د حاجی کشمیرخان مخ سور شو، پکول يي له سر کوز کړ او خوله يي د هسک په لور وازه کړه اوځان ته  ښیراوی وکړئ هغه وویل: ( مونږ ددی لپاره جهاد نه و کړي چې خلکو سره ظُلم وکړو، زه پوهیږم دا ډاګیز ظُلم دی) هغه زیاته کړه : [ نو که چیرې دغه طالبان پر حقه وي نو خدایه! له موږ واک واخلې او هغوي ته يي ورکړئ] د راوی په وینا دغه مهال طالبانو سپینه شګه نیولې وه اومخ په کابل را راون وو اونۍ لا تیره نه وه چې طالبانو د اسلامی حزب مهم مرکز سروبی  قبضه  نه بیا پاټک وو او نه لارې.
د خپلمنځې جګړو پرمهال عام اولس د تنظیمونو او د هغوي د روانو کړنو له امله پزې ته راغلې وو او د نا سمو حالاتو نه د وتو لپاره يي بدیل  غوښت کوم چې  هغه مهال طالبان د کابل په وره کې وو.
د راوي له قوله حاجی کشمیرخان د اسلامې حزب د مشرتابه په ډله کې د ښه مرزا قلمې، نرم مزاج، ښه پلان تدبیر، متین عزم  او تقوا والا  شخصیت  وو [ ډیری وخت به پر اوداسه ګرځیده او د قرانکریم نسخه به ېې په جیب کې د تلاوت په موخه ګرځوله ]، نوموړي د یو ریښتنې افغان بچې په څير په افغانستان کې سم سمکې او کراری ارمانجن  او ترڅنګ يي پر ملی  وحدت يي ټینګار کاوه د هغه دا ارمان د هغه په نوم د جوړي شوی فیسبوک پاڼې نه په ډاګه کیږي:  "افغانان ټول یو واحد ملت دی چی ددی ملت په وژلو، تښتولو او هجرت مجبورولو باندی ازادی نه حاصلیږی باید ذکر شوی عمل دهغه چاسره وشی، چې پردی ملت يي جنګ ورتپلی دی" په ورته وخت کې نوموړي د راتلونکې نسل لپاره د ښې ښوونې او روزنې ځانګړې لیوالتیا لرله نو ځکه يي د شیګل په ولسوالې کې د ځوانانو لخوا ځنې روزنیز کورسونه او درسې بهیرونه هڅول او هغوي ته يي پخپل فیسبوکې پاڼه کې د ښیګڼې دعاء کړيده نوموړي وايي: " ځوانان باید د اوسنۍ معاصري نړي د مقتضیاتو سره ځان برابرکړي."
هغه شخصیتونه چې د هیواد جوړونې  هوډ او مینه لری او ددی کړیدلې اولس لپاره ان د یوې ورځې حُسن نیت ېې درلود یا لري پرته د چپې او راستې له تفکیک او یا دا چې پردی يي راته اتل راوپیژنې ګیډر راته اتل او اتل راته کرکجن معرفي کړي، ددغه ډول افغانانو پاس او د هغوي قدر د هغوي د هغه زحمتو دپاره کوم چې د هیواد، اولس او د آزادی په لاره کې ګاللې له پام ونه غورځول شي، په افغانستان کې پاک سړي نشته دلته هر ممیز [کشمش] په بیخ کې وچوکې لري.
د حاجی کشمیرخان روح ښاد او د رب ج د خپلو مړیوترڅنګ  فردوس جنت غوښتنه کوم.