داود مرادیان د افغانستان تاریخ نه، بلکه د ایران تاریخ لوستی

داود مرادیان

 
همایون بابر
ګوندي ډیرو ته به  دا عمل خورا ساده او سلیس وی  چې په  دیجټلې زمانه کې د خپل ډیسکټاپ او لپټاپ کمپوتر ترشا کینې او د ملت د یووالې او کوشیرولو پرځای د یوې نامراده  ټولنې په اړه خپل فاسېشتې نظرونه د بیان د آزادی په نامه او دهمزنګ د پیښې په بهانه  څرګند او د خلکو ترمنځ لا د نقاق تخ وښیندي، وینې ېې په جوش  د نه هدف لپاره په خوټیدو راولې هغه چې ګټه ېې یوازي پردیو ته رسي.
ښاغلې داود مرادیان که  نن نه سبا به خپلو خلکواو وجدان ته خجل وی، دی به د هغه څه په اړه چې د الجزیرې نړیوالې شبکې د ویب سایټ له لارې ېې نړیوالو ته پښتانه قبیلوي نشلنستان او نورقامونه  مدنې نشلستان ور وپیژندل په دی کار سره هغه  د دکتورا ترکچې خپل تحصیل ترسؤال لاندي راوست، اوښايي ډیرو لوستونکیو ته به جوته شوي وی چې ښاغلې دکتور صیب د افغانستان د تاریخ په عوض د ایران د  تاریخ پاڼې اړولې دي.
هغه د نوی  مدنیت په اړه د امیر عبدالرحمن خان، غازی امان الله خان او سید جمال الدین افغان او نورو.. هڅې په سیند لاهو کتمان کړیدي، څنګه ځان مدنې نشنلست اونور وروسته پاتي قبلوي نشنلستان بولي آیا د کتورا او دکتور عدالت او منطق به همداسې وی؟
د ښاغلې مرادیان د لیکنې په پیل کې د فرقه يي تاوتریخوالې پرځای قومې تاوتریخوالې ته اشاره شویده، نوموړي په تیرو څه دپاسه ۱۶ کلونو کې د یو واحد قام ټکول او د هغوي قربانېانې او ربړي هیره کړي ان د ننګرهار ولایت د کوټ ولسوالۍ  وروستې ناخوالې چې له امله يي د اولسونو کورونه په اور لولپه ، شتمنې ېې لوټ او له منځه ولاړي اود ناموس ترسرحده ورته زیان واوښت هیڅ اشاره نده شوي.
په افغانستان کې د کلونو راهیسې  استخباراتې جګړه روانه ده، پیچلتیا يي دومره ده چې ان قاتل افعان نه پوهیږي چې ولې وژنه کوي او مقتول هم ، پښتنو ته نړیوال ښه نیت نه لري، له نورو قومونو به څه ګیله وی ان خپل پښتانه یود بل پښې وهی، دغه قام په تیره یوه لسیزه کې د ملې وحدت د سمبول ګټلو په بهانه په بې رحمانه توګه وټکول شو، اوس هم همدغه قام د روان تاوتریخوالې تر ټولو لوي قیمت او بیه پری کوي آیا دا قیمت بس نده؟