
د کورنيو چارو وزارت د خپور شوي رپوټ له مخې، په تېرو څلورو مياشتو کې د طالبانو پنځه څلوېښت مشران وژل شوي دي. دا طالب مشران چې د دې ډلې لخوا د کندهار،فراه، هلمند،غزني او کابل ولايتونو د والي او مرستيال والي په توګه نومول شوي وو، په هوايي او بېلابېلو ځمکنيو عملیاتو کې وژل شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت په رپورټ کې راغلي، چې دا طالب مشران د ملي ځواکونو لخوا په ځانګړو عملياتو کې وژل شوي دي او د دې کليدي مخالفينو وژنه، په دې ډله ښکاره اغیز کړې او دا ډله يې ناتواني کړې.
دا رپوټ مې د کورنیو چارو وزارت له دې تېرو څو نورو رپوټونو او بیا د کورنیو چارو وزارت د تېر کال له امنیتي رپوټونو سره پرتله کړ. په دې مقايسه کې مې د مخالفينو پر وړاندې ځينې پرمختګونه تر سترګو شول.
د ملا منصور مړينه، د دې ډلې د مهمو مشرانو او غړو وژنه د دې ډلې د ډیرو مخامخ بريدونه ناکامي، په دې ډله کې د مخالفتونو رپوټونه، پر پاکستان نړيوال فشارونه، سولې ته د ځینو مخالفو ډلو ليوالتيا، له افغان امنیني ځواکونو سره د بهرنییو ځواکونو مرستې او د بهرنیو ځواکونو د جګړیزې ونډې بیا پېل،افغانستان ته د نړيوالو پاملرنه او له ترهګرۍ سره نړيواله مبارزه پر دې ډلې لوی فشارونه او د دې ډلې د ناتوانۍ لوی لاملونه کيدای شي.
په جګړه کې روحیه او مورال د بري یو مهم رکن دی، ثابته شوې ده چې له پیاوړي مورال سره په تش لاس لویې جګړې ګټلي او ميوندونه یې ساتلي دي.له دې وروستيو فرصتونه څخه ګټه تر لاسه کېدای شي! افغان حکومت باید له یو منظم پلان سره له شتوو پرمختګونو د ځان په ګټه کار واخلي، د جګړې لورې دې مشخص او ځواکونو ته دې دښمن واضح کړي. دښمن مني که نه مني، شتوو تحولاتو پکې بدلون او تضعيف راوستلی دی. له دې فرصته په سمه توګه او د هيواد په ګټه کار واخيستل شي.
د دې ترڅنګ، د افغانستان د امنیت د پخواني مشر رحمت الله نبيل لخوا د پاکستان د استخباراتي کړۍ د ځینو مغرضو کړونو د اسنادو په خپرېدا او هم د امريکا لخوا په رسمي ډول د ترهګرو د مرسته کوونکي هېواد په توګه د پاکستان يادېدل او د دې هيواد لخوا په کانګريس کې د پاکستان محکومېدل هم وړه خبره نه ده.افغانستان چې په نړۍ کې د بل هر هېواد په پرتله له ترهګرۍ زيانمن هيواد دی بايد غلی پاتی نشي، او امريکا اړ کړي چې پدې برخه کې عملي ګامونه پورته کړي، پر پاکستان عملي فشارونه راولي او پاکستان اړ کړي چې د ترهګرو لاس پریږدي. په همدې حال کې، افغانستان باید په امنيتي پلان کې ځیني بدلونونه راولي، چې له مخې یې پر طالبانو فشاورنه ډیر شي څو تر راتلونکي ژمي پورې دا ډله له پښو ولویږي او راتلونکي پسرلني عملیات د تېرو کلونو په پرتله په پیاوړتیا پیل نشي کړای او فعالیتونه یې کمزوري شي.
د امریکا په مشرۍ د ناټو جګړیزه ونډه هم باید د تېر په پرتله ډیرې لاسته راوړنې ولري، دا ځل باید په قبایلي سيمو او په پاکستان کې د شتو ترهګرو روزنځایونه له منځه ویسي، د ترهګرو روزنځایونه او پټنځایونه په نښه کړي او په همدې وخت کې په افغانستان کې هم د مخالفینو پروړاندې منظم عمليات تر سره کړي.
که افغان حکومت د مخالفينو پروړاندې له شتو فرصتونو پرځای او ځیرکۍ استفاده ونکړي، نړېوال په پاکستان کې د ترهګرو ځالې په نښه او له منځه وېنسي،او که افغان ځواکونوته دښمن مشخص نشي، نو د افغانستان د امنيت او ثبات کيسه به زړه په زړه وي، او ملت به په نا امنيت او بې ثباتۍ کې ژوند کوي!