پر نجيب الله  او  اردوغان د کودتاوو  ورته والی او پايلې!؟

 
د سياست او دولتي قدرت  لاره ـ چاره همداسې  ده چې د دې لارې د يون کوونکي  شخص يوه پښه پر تخت وي او بله يې په تابوت کې!!
پر ډاکتر نجيب الله (د هغه په زمانه کې) دوه کودتاوې وشولې!
ـ د شهنواز « تڼي » او نجيب الله کودتا .
ـ د کارمل په دستور،  د محمود بريالي په مشرۍ: د نبي «عظيمي» له خوا(د : مزدک، عبدالوکيل، دوستم، يار محمد، علومي، مؤمين، بابا جان،... ) او د کا.جې .بې  د نورو لاسپوڅو په ګډون!
ـ  د تڼي ـ نجيب په کودتا کې د افغانستان د وسله وال پوځ ډېر زيات خلقي ـ مسلکي افسران ـ مُجرب پوځي  او ملکي کدرونه، هېواد، خلکو اود ثور انقلاب ته وفادار سرتېري، د : تڼي، زېري، پنجشېري، زرغون، مومند ( «کونجکيانو» او «زرغونيانو»  ) په نومونو باندې اعدام، بنديان، معيوب  او له دندو څخه ګوښه کړای شول!
ـ د کارملي پرچميانو ( عظيمي، دوستم، بريالي، وکيل، علومي، بابا جان، ...) په کودتا کې د نجيب الله حکومت نسکور او سياسي واک د کا.جي .بې  تالي څټو : رباني، مسعود، فهيم، عبدالله، قانوني، دوستم، بريالي، علومي، بابا جان او ... لاسو ته ورغی!
اوس چې د ترکيې پر جمهور رئيس: رجب  طيب اردوغان؛ دوو جنرالانو  او يو شمېر پوځيانو کودتا پيل  کړه او د ترکيې د خلکو په ملاتړ ناکامه شوه ؛ نو د وروستيو، رسمي ارقامو له مخې  پوه شوم، چې هغه دواړه کودتاچي جنرالان له (۳۰۰۰ ) تنو نورو افسرانو او پوځيانو سره  يو ځای د اردوغان د پلويانو  له خوا  څخه   نيول شوي او بنديان شوي دي !  ( ۳۰۰۰  ) قاضيان له دندو څخه ګوښه کړای شوي ډي .( ۱۶۱) تنه په کودتا کې مړه او( ۱۴۴۰ )  تنه ملکي ـ نظامي کسان ټپيان شوي دي!
زما نظر او تجربه داده چې :
اوس به اردوغان لکه ډاکتر نجيب الله چې د تڼي په نوم يې  د ملي اردو نيمايي  مسلکي ـ وفادار افسران
ـ سربازان په زندانونو او قبرونو باندې ننه اېستل، هم هغسې  کار به  دی هم وکوي!
د نجيب الله د هغه عمل په پای کې د افغانستان اردو ډېره زياته ضعيفه شوه او پايله داشوه چې دوستمي ملېشو، عظيمي، بريالي، فريد، وکيل، علومي، د نظار د شورا لنډغرو ډاکتر نجيب په ګونډو کړ او واک  تور زړو، تور فکرو، وطن پلورو، وجدان پلورو او د کا.جي.بې لاسپوڅو ته ورسېد!
اوس پر ترکيې هم هغه حالت راروان دی!
ډېر مسلکي افسران او ملکي کدرونه  به د کودتاچيانو په نوم له دندو څخه ليرې کړای شي! بنديان او اعدام به شي! وبه وهل شي، وبه ځورول شي! بې عزته به شي او په ترکي ټولنې کې به« ډېس کرېډېټ »  شي!!
او پايله به داشي چې په نژدې لنډو را تلوونکو کلونو کې به ترکيه د افغانستان په برخه ليک ( خدای مکړه! )  اخته شي!!  او پردي لاسپوڅي به په ترکيې کې سياسي واک ته ورسېږي!!  له بده مرغه، له ترکيې څخه به : دويم عراق، افغانستان، مصر، ليبيا، يمن، تونس، لبنان، سوريه، سوماليا، سوډان، نايجيريا، نېګېرېيه ،اوکراين، کامېرون، يو ګوسلاويا، چېچېن، داغستان، ګرجستان  او فلسطين جوړ شي!!؟؟