
نويده خوشبو
د امريکا د کانګريس غړو په خپلې وروستې ناسته کې په رسمي ډول پاکستان خپل دښمن ياد کړ. دوى وايي:پاکستان يو مکرجن هېواد دى او کله چې تېروتنه يې ښکاره شي،نو له فريب او چالاکۍسره امريکا مصروفه او پام يې ور بدل کړي.
د امريکا د ګانګريس استازي په پاکستان کېد سياسي،پوځي او اقتصادي فشارونه د راوستلو ټينګار کوي.دوى وايي: پاکستان د هغو ترهګرو ډلو،چې د دې هېواد پرخلاف وي مبارزه کوي؛خو نورې ترهګرې ډلې روزي.دا استازي پاکستان د نړۍ امنيت لپاره ګواښ ګڼي!!!کيداى شي دا څرګندونې ځينو بهرنيانو تهنوى وي، خو د افغانستان سياستوال، چارواکي،دوکاندار بزګر لوستياو نالوستي،لوى او وړوکيپه دې خبر او پوه دي.کلونه وړاندې يې په نړيوالو غږونه کړي،دوى يې د ترهګرۍ او نا امنۍ بنسټ ته متوجه کړي، خو هيڅ پاملرنه او دقت ونشو!
ناټو او امريکا وخت ضايعه کړ،لګښت يې ورکړ،او موږ قربانۍ،قربانۍ او قربانۍ ورکړې.پاکستان ترهګر و روزل را ويې لېږل،ځانمرګى يې چمتوکړ واسکټ يې وروتړلو طالب يې وساتو او وسلې يې ورکړې.په ځمکه دوې ووژلو،له پاسه بمبارې وشوې
د ستونزو او بدمرغيو په داسې جال کې ګير شو، چې خلاصۍ يې ګران دی. په ناخوالو کې لومړۍ درجه شو، داسې پېښې داسې تاوتريخوالى وشو چې تاريخ کې نه ووشوي.د دې ټولو بد بختيو تر شا نا امني علت شو،او د نا امنۍ تر شا د پاکستان لاس لرل جوت وخو چا راسره ونه منله،عام وګړو،چارواکو او بې واکو نارې وهلې خو چا د خداى رضا لپاره هم غوږ ونه نيولو، خو اوس وايي تېروتنه کوو،له يو فاسد هيواد سره مرسته کوو،د ترهګر روزونکي هېواد ملګري يو !!!
ښه ده چې اوس خبر شوئ، اوس نو څه کوئ؟ له دې دښمن هېواد سره بايد څه وکړئ؟په ريښتيا به پرې فشارونه راولې؟د ترهګر هيواد،يا له ترهګرو سره د مرسته کوونکي هېواد په لېست کې به يې شامل کړئ؟له ترهګرې سره د مبارزې په برخه کې به کلنۍ شلبيلوني مرستې بندې کړي؟په روغتيايي،رغنيزو او پوځي برخو کې بهنوره مرسته ونکړئ؟
ګو مان نه کوم!امريکا په سيمه کې پاکستان د ځان په ګټه د يوېمهمې او مفيدې مهرې په توګه کارولې،ستراتيژيک ملګرى هيواد يې دى،دپخواني شوروي،ننني ايران پروړاندې يې خپل استازى ګرځولى او له چين سره يې خپلې خرابې اړيکې د همدې پاکستان په منځګړيتوب رغولي دي.نو د افغانستان لپاره کله پاکستان له لاسه ورکوي!!!
اخوا امريکايي سناتور رسنيو سره په خپلو خبرو کې ويلي،چې پاکستان اټومي وسلې لرونکې هېواد دى،له احتياط نه بايد کار واخيستل شي ترڅو دا وسلې د ترهګرو لاس ته ورنشي!!!
ايا امريکا له پاکستان نه وېره لري؟که نه هسې پلمه ده. د امريکا د کانګريس له دې ناستې وروسته به د امريکا او ناټو غبرګون او عمل څه وي؟
که د زبر ځواکونو بې پامۍ همداسې دوام وکړي؛ نو دا اور به د پاکستان په څېر د دویتر لمنو هم ورسيږيکه نه نو دوى ته د حل لار مالومه ده، او ترهګري له منځه وړى شي.