که خداى مه کړه داسې شوي وي!

 
نويده خوشبو
څو ورځې کيږي چې د سفير په توګه د نورستاني په ټاکل کېدو تبصرې اورم ! شعارونه، اخطارونه او طنزونه هم روان دي. ځېنې رسنۍ دا موضوع شاربي؛ او هره ورځ يو انتقادي رپوټ پرې هرو مرو جوړوي. ما نه غوښتل چې په دې اړه څه وليکم، ځکه موضوع راته دومره کړکېچنه او د نه منلو وړ نه ده! زمونږ په هېواد کې له دې ډېرې نادودې روانې دي.
که نورستاني صاحب له قانون سره سم، يوازې د يو ګټونکي نوم يې اخېستى واى؛ نو نن به سفير نه، وزير واى! هوکې! دلته څوک خپل مسٶليت او مکلفيت ته ژمن دي، دلته په هر کار کې شخصي ګټې لومړي توب لري.
د اجراييه رييس لخوا د والي په ګمارنې ولسمشر خفه او ناراضه دى، اخوا اجراييه رييس په هسپانيا کې د نوي سفير په توګه د نورستاني په ټاکل کېدو ټکان خوړلى، او ګواښ يې کړی: که خداى نا خواسته داسې شوي وي نو....
نن مې په لوړو پوستونو،سفارتونو او رياستونو کې نوملړ نومونه کتل، د هر نوم له لوستلو سره راته ټاکنيزې سيالۍ او د دې کسانو فعاليتونه راياد شول. کله چې مونږ له ګمارنې وروسته د ټاکل شوي
کس قوم ژبې، سمت او ډلې ته غور کوو؛ په همدې ډول مسٶلين هم له غوره والي وړاندې خپلې ګټې او تېرې ژمنې يادوي بيا ټاکنې کوي، د چارواکو موثريت، تجربې، پوهې زده کړو،مهارت او
وړتيا ته چا کتلي؟
زمونږ او د مشرانو څه توپير دى؟!!! مونږ د راى پر مهال وطنداري، سمت ژبه قوم اوخپلې ګټې په پام کې نيسو، دوى هم د واکدارۍ په وخت زمونږ کار تکراروي.
ياده دې وي، " اګر تقلب نکني وزير نميشي"
په ټولنيزو رسنيو کې په پورتني شعار ښه په درز تبصرې روانې دي"اګر تقلب نکني سفير نميشي"، اګر تقلب نکني، والي نميشي او....
د دې حکومت بنسټ په همدې حقيقت ولاړ نه دى؟! اګر تقلب نکنى، نو دا دوه سرى حکومت له کومه شو؟
اګر زور ګويي نکنى نو اجراييه رييس له کومه شو؟
که د حکومت اساس سم واى دا ورځ مو نه ليده د افغانستان په څېر هېواد کې د فاسيدينو ګمارنې نوى او حيرانونکې نده.