
ټولونه او زياتونه: رسول اشنا
فلسفه: فلسفه د دوه ټکو ترمینځ د ترټولو لنډې لارې پنځونه ده .
د دروازې د سرلیکنه: د کور د دروازې په سر مې ولیکل: ،، تقلید بهر پریږده او بیا دننه راشه ، نو پس له هغې می پوښتنې او لیدنې ته هیڅوک رانه غلل .
ستاینه: د ځینو ستاینه سپکاوی ته څومره ورته وی !؟
زړورتوب: زړورتوب مې د خپل ملت له ټمبلۍ څخه زده کړی دی .
ښځه: ښځی ته هغه مهال غوږ ونیسه چې تاته ګوری ، نه هغه مهال چې له تاسره خبرې کوي
د ښکلاحقیقت:د ښکلا له ښقیقت څخه پرته چې مطلق دی ټول حقیقتونه نسبی دي.
طوفان: څوک به دسیند زوږ ته غوږ کېږدی هغه مهال چې طوفان خبرې کوي .
پېژندنه: که غواړې درې ووینې غرونو ته وخیژه ، که غواړی په وریځ و پوهیږې سترګې پټې کړه او چرت ووهه .
شاعر: شاعر هغه کس دی چې کله یې یوه قصیده ولولې احساس وکړې چې ترټولو غوره بېتونه یز لا تر اوسه نه دی ویل شوی .
ظلم: که د تاک له غورې څخه شراب وغواړو ظلم دی .
غفلت: آیا داسې څوک شته چې د سمندر په تل کې دومره خوښۍ او ارامۍ سره حرکت وکړی چې ته به وایې په بڼ کې چکر وهي ؟
لوی انسان: لوی انسان ته څه وه بښی بلکه له هغه څخه یې واخلی او په دی ډول د هغه دراناوۍ وکړی .
عشق: عشق د مرګ په څېر هر څه ته بدلون ورکوی .
جوړجاړی: تور سپین ته وویل: >> له خپل دښمن سره مېنه وکړه << ، خبره مې یې ومنله او له خپل مفس سره مې دوستې پیل کړه .
مور: د مور څیره دې راوښیه تر څو وپوهیږم چې څوک یې ؟
غصه: د ځینو غصه د نورو له لطف او لورینې څخه ښه ده .
زیاتې خبرې کول: زیاتې خبرې کول عیب نه بلکه ناروغی ده .
موسیقي: موسیقی د روح ژبه ده ، بلکه یو سیال دی چې د غږونکی او اورېدونکی د روحونو ترمینځ بهیږی .
مرګ: کله چې د ژوند په ټولو رازونو و پوهېږې د مرګ لیواله کېږی ځکه مرګ هم د ژوند یو راز دی .
ښکلا: له ښکلا پرته نه دین شته او نه پوهه .
شهرت: ریښه غوټی ده خو شهرت یې نه خوښیږی .
حق: حق دو کسانو ته اړتیا لری یو هغه ته چې بیان یې کړی . او بل هغه ته چې پرې و پوهیږی .
ژوند ، مینه ، ښکلا:
له مینې پرته ژوند د بې مېوې ونې په شان دی ،د ښکلا څخه پرته مینه د بې بویه ګل او بې دانې مېوې په څېر دي ،ژوند ،ښکلا ، او مینه په یوه خپلواکه او مطلق ذات کې درې اصلونه دی چې نه بدلون مومي او نه بېلتون .