خپل وطن ته ځو!!

 
اوس پیښور هغه پخواني پیښور نه دی د هرې لورې دا چیغه ده (Go Mahajar  Go) ځه مهاجره ځه!!  افغانانو د شوري یرغل له مجبوریته هجرت کړی و او چي مجبوره شي خپل هیواد ته به ستانه شي.
د پاکستان حکومت او خلک په یوه خوله غواړې چی مهاجرین نور خپل هیواد ته ستانه کړې لاملوونه ډیر کیداشې، خو تر ټولو مهم لامل يې د نړیوالې ټولنې لخوا د پاکستان په حکومت باندی د مهاجرینو لپاره ځانکړې شوې مرستې بندول، په طورخم کي د دروازې په سر د پولې ساتو ځواکونو شخړه او د لوړپوړی پاکستانی فوځي چارواکې مرګ، په بلوجستان کې د ملا منصور مرګ او د هغه سره په ښکاره د پاکستان پیژندنپاڼې او پاسپورت پیدا کیدل، ډیرو مهاجرینو د پاکستانی ت‍ذکرو او پاسپورټونو اخستل، د  امریکا او نړیوالې ټولنې لخوا  په پاکستان باندې د طالبانو او حقاني شبکې په ضد د عملیاتو فشار راوړل ، او د  افغانستان او هند نزدې او تودې اړیکې بل لامل کیداشی.
د لته شاخوا دوه میلونه او څلور لکه افغانان اوسېږی چې د پاکستان حکومت په دوه کټګوریو تقسیم کړې دي،  یوه برخه يې مهاجر کارتونه لري او بله برخه يې نلري، چې په قصدی توګه د کارتونو څخه محرومه پاتی شوله تر څو نړیوالو ته د مهاجرینو عدد ډیر اوښايي او پراخه امتیازات پری حاصل کړی او تر اوسه به داسی کیدل.
تیر کال د  پیښور د فوځی ښوونځي په زده کوونکو د ترورستې حملې روسته حکومت اعلان وکړ چی ټول مهاجرینو ته به د ثبت کارتونه ورکړی او ابتدائې سرشمیرنه یې هم وکړله خو معلومه شوه چي بې کارتونو خلک هغومره ندې چی دوې به څومره امتیازات پري حاصلول، سمدستې هغه پروژه په ټپه اودروله او د غیر قانونې مهاجرینو د ویستلو خبردارې ورکړ؛ تر څو د ملګرو ملتونو د مهاجرینو ادارې ته وښایی چی اوس خو ډیر بې کارتونو مهاجرین افغانستان ته  لاړل او څه چې پاتې دې هغو ته شاید کارتونه ورکړې.
کارتونه ولې ضرورې دی:
اول: دغه کارتونه په پاکستان کې د مهاجرېنو اوسیدلو یواځنې جواز نامه ده او  پولیس بیا ورسره ګذاره کوې، یعنی چای او اوبه تری غواړي خو تهانه حوالاتو او جیل  ته يې نه لیږی.
دوهم:  ملګرو ملتونو د مهاجرینو اداره ( یو ان سی ار) هغه چا سره مرسته او دلارې خرچه ور کوې چی (پي او آر) کارت یا په بل عبارت مهاجر کارت ولري او هغه خلک ترې محرومه دې چی دغه کارت ورسره نه وی، که دوی پولیس ډیر تنګ او تکلیف کړې بیا هم د تللو اوس او توان نلرې؛ خپل ‍‍ذلت قبلوي خو په څه باندی افغانستان ته  لاړ شي د ماښام چې پیدا کړې  سبا پسی لالهانده وي.
اوس راځو  که افغانستان هم غواړی چی مهاجرین خپل هیواد ته په عزت سره راستانه کړی نو لاندې وړاندیزونه تر یو حده مرستندویه ثابتیدای شی.

  •  حکومت باید د ملګرو ملتونو د مهاجرینو د ادارې نه په کلکه غوښتنه وکړې چی بغیر د توپیره  ټولو هغه افغانانو سره  چې وطن ته راستانیږی نغدې مرسته وکړي او مهاجرت کارت ته هیڅ اعتبار باید ور نکړي او یواځی د سترګو په بائیو میټرک باندی اکتفاء وکړي؛  تر څو هغه خلک هم تشویق او راستانه شي چی کارتونه نه لري ځکه پاکستان کارت نه ورکوي د کډوالو اداره پیسې نه ورکوی او خپله توان نلري تر څو کډه بار کړی او خپل هیواد ته راشی.
  • د مهاجرینو د راستیندل باید د محکمی او سمې استیراتیجې له مخی وي تر څو هر سړی خپل ولایت یا سیمې ته لاړ شی که هغه هم نه وې نو د زون په سطحه خو باید هماهنګی موجوده وې.
  • په پاکستان کی د افغانستان لوی سفیر ښاغلي زاخیلوال خبره مهاجرین  دحکومت نه یوه  نومره ځمکه غواړي او بس، دوي د پاکستان دشتې او صحراګانې د خاورو په ښارګوټو بدلي کړی، بازارونه و مکتبونه و لیسې وی، تجارت کاروبار و ؛ نو  دوی کولاي شې د افغانستان پراخې دشتې په ماډرنو ښارګوټو واړوی هلته به ښوونځی وی هلته به روغتون وی بل پوهنتون وی.
  • (خپل وطن ګل وطن ) کمپاین چی پیښور کی د افغانستان دقونصلګری او د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت څانګې لخو اعلان شوی دی ملاتړ يې باید اوشی د ټولنیزو رسنیو په مټ ورته تبلیغات اوشی او هیواد دننه د انساني همدردۍ له کبله  راستانه شوو خلکو ته ښه راغلاست وویل شی.
  • که مهاجرین راستانه شول بیا به هغه د کرایه جنګیالي نور نه وي او د امنیتې ځواکونو لیکې به  څو ځلې  نورې هم په ځوانانو  مضبوطی کړې شی، او امنیت به تر  ډیره حده ښه شی.
    ډیره پانګه به مو خپل هیواد ته راستانه شی ووايي:  خپل تجارت خپلې مټې، او همدغه خبره  پاکستان کې د افغان تاجرانو غوښتنه هم ده.
     ډیر تعلیمې کدرونه به خپل هیواد ته کار کوي او زمونږ ځوانان به روزي او ملې ګټې او ارزښتونه به مو ساتي.
    په دی هیله چی سمسور افغانستان وی آباد ور په کې هر افغان وی.