اجتهاد که تقلید ؟؟

  که د شمار(ارقامو) ژبې ته راشو، د اهل السنة والجماعة د څلور و مشهورو امامانو څو سلنه تقلید په کار دي سل په سلو کې خبرې باید ټولې ومنل شې او کنه؟ د هغوی خبرې د هغو خپلو منل شو شاګردانو څو سلنه منلې وی؟ او  خپله رایه او نظر یي ندي ښکاره کړی؟. د فقه حنفی مشهور کتاب (هدایه) کي هر یو (امام ابو یوسف او امام محمد) د امام ابو حنیفه رحمهم الله سره څومره توافق کړي دي او څومره بیا ورسره اختلاف کړی خپل اجتهاد دي- د صاحبینو او شیخینو عبارتونه به مو په یادوی. د امام مالک د م‍ذهب مشهور کتاب (المدونة الکبری) کي ډیر کرته مونږ وینو چی امام سحنون او امام عبدالرحمن بن قاسم د خپل استاد امام مالک سره خلاف کوی او دهغه د خبرې دلیل ورته قوي نه ښکاره کیږی او د بل دلیل په بنیاد بله رایه قائموی. د امام شافعی نه  خو دوه م‍ذهبه نقل دی کله چی مونږ د  امام نووی په فقه شافعي کې د مه‍ذب شرحه المجموع مطالعه کوو، ډیر کرته به ووینې چی لیکلي دي: امام شافعی پخواني م‍ذهب دا دی او اوسني م‍‍ذهب يي دادی. د امام احمد بن حنبل د م‍ذهب دفقهې د ټولو معتبر کتاب (المغنی) د امام ابن قدامة ډیر کرته د امام احمد بن حنبل نه په یو مساله کې څو اقوال نقل کوی. که چیرته مونږ پورته ‍‍‍‍ذکر شوي نومیالي امامان د امامت په نوم يي پیژنو او په رسالت ورته قائله نه یو نو باید دا اومنو چی دوی مجتهدین وو، د خپل عصر ضروریات يي د وخت وسائلو سره سم حل او فصل کړې دی او ددین بیان يي کړی دي او بس. بیا شاګردانو او راتلوونکو علماء کرامو د هغوی د تګلارې په رڼا کې خپل کوششونه کړی او نور ښه اضافات يي کړي چې دغه سلسله به تر قیامته روانه پاتي وی. هر علم تجدید مني ، د ریاضاتو ډیرې معضلی اوس حل شوی دې، د فیزیاء او کیمیاء ډیرې پخوانې نظرې اوس باطلې اعلان شوې دی، دین زه په عصري علومو نه قیاسوم خو دومره وایم چې زمونږ په فقه کې ډیر داسي فرضي مسالي شته دی چی نه د دین سره اړخ لګوي او نه پري د ساینس بوي لګیږی. د عصر حاضر نومیالي عالم دین ابو الحسن الندوی په خپل کتاب ما‍ذا خسر العالم بانحطاط المسلمین کي لیکلې دی چی د مسلمانانو زوال له هغې ورځې شروع شو چی کله دوی په خپل ځان د اجتهاد دروازه بنده کړه او هلته به مخکي ځي چی د ضوابطو او شروطو برابره اجتهاد دروازه بیرته خلاصه کړي ، اسلامی پوهان د خپل امت امراض وپیژني او دقرآن کریم او پیغمبرې سنتو په رڼا کې ورته د خلاصون لارې چارې ولټوي. که اجتهاد مطلق نه وي، یا وایو: چې شروط او ضوابط ندې برابر نو اجتهاد جزئي یا په بل عبارت اجتهاد اختصاصی د اسلام حقانیت دی او د وخت ضرورت دی.