روسته راغلي مسلمانان باید د خپلو مخکښانو او مخکي تللو تقدیر او عزت وکړي الله جل جلاله وایی: {وَالَّذِينَ جَاؤُوا مِنْ بَعْدِهِمْ يَقُولُونَ رَبَّنَا اغْفِرْ لَنَا وَلِإخْوَانِنَا الَّذِينَ سَبَقُونَا بِالْإِيمَانِ وَلَا تَجْعَلْ فِي قُلُوبِنَا غِلَّا لِلَّذِينَ آمَنُواْ رَبَّنَا إِنَّكَ رَؤوفٌ رَحِيمٌ}[الحشر:10]
ژباړه : او د هغو كسانو لپاره دي چې له دوى (هجرت كوونكو او انصارو) نه وروسته راغلي دي۔؛ دوى وايي: اى زمونږه ربه: ته مونږ ته مغفرت وكړه او زمونږ هغو وروڼو ته چې زمونږ نه يې په ایمان سره سبقت (او ړومبى والى) كړى دى او ته زمونږ په زړونو كې د هغو كسانو لپاره هېڅ بغض (او كینه) مه پیدا كوه چې ایمان يې راوړى دى۔ اى زمونږه ربه! بېشكه ته ډېر نرمي كوونكى، بې حده رحم كوونكى يې.
د سلفو نه چې مونږ ته کوم علمي میراث پاتی دي، د د هغوی دعقلونو او افکارو غوره انتاج او بهتره کوشش دی خو ددي معنی دا نده چی مونږ هغوی ته په عصمت او قداست قایل شو او د اجتهاد د دروازې خوله ور باندی د تل لپاره بنده کړو. ځکه اوسنی وخت د علماءو هم د دین وضاحت او مزید بیان لپاره ډیر ښه اضافات لري او ډیر داسی مساېل چی د سلفو په وخت کي وجود نه درلود دوی ورته د حل لارې چارې پیدا کړی او پیدا کوي. په لنډه توکه سلفیت په ټوله کې روغه تګلاره ده خو کله چې اصولو او بنسټونه ته پابند واوسو او په فروعو جزئیاتو او تفصیلاتو کې د پریښودلو فرهنګ قبول کړو.
ځیني خلک بیا د سلفو اجتهادات د الله جل جلاله د نازل شوی وحې قران او سنت مقدسو شرعي نصوصو مرتبې ته رسوي، او په قداست ورته قائله دی که څه د انسانې قصور لري، خو مقابل بیا داسي څوک هم شته چی دغه کوششونه ورته بي وزنه ښکاری که څه چی د هدایت څراغونه تری بلیږی.
په ټوله کي سلف هغه څوک دی د قران کریم او سنت پوهنې او په هغې باندی د عمل او په ځای باندی د راوړلو د سمې لارې ښکارندوې دی خو هیڅ کله هم د هغوی ویناوی د خطا څخه پاک ندی او عصمت او قداست باندی ورته اهل السنة والجماعة عقیده نلری، زمونږ عقیده لکه سلفو به چې وویل داده : ما منا إلا راد ومردود عليه إلا صاحب هذا القبر" ده دي قبر والا نه بغیر (اشاره پیغمبر صلی الله علیه وسلم ته ده ) زمونږ د هریو خبره د رد وړه ده.
کله چې بیا داسی ده نو د سلفو په هلکه په مونږ لازمه ده چې دهغوي احترام او عزت وکړو، خو قداست او عصمت ورته باید ثابت نه کړو او د دین په لاره کې چی کوم کوششونه کړی دی هغه باید ومنو.
وروستي