د نن پوره اتلس کاله پخوا زه د خپل کلې نه پیښور ته د زده کړې لپاره روان شوم، ځکه زمونږ د کلی مکتب که وران ویجاړ ؤ خو ښوونکي هم نه درلودل.
زمونږ د ولسوالې نه د کونړ مرکز اسعد اباد ښار پوري شپته کلومتره لاره ده، خو مونږ هغه وخت سمه لاره پریښوده او په خپلو خپو باندی مو مزل شروع کړ، د دیګل خوړ مو نیغ د قبلې په لور اونیو، ټوله ورځ مو مزل وکړ، ماښام نزدی می د کاکا یو ملګری را حصار کړو او سهار ته يې راسره د سفر ملګرتوب هم وویل، ښه میلمستیا يې کړی وه، د سهار لمونځ نه مخکی مو سفر شروع کړ، لمونځ مو په لاره وکړ، هوا ډیره یخه وه، زمونږ د سفر امیر مو مشر تره وه، دوه تره ملګري راسره مل ؤ، یو مو د تره ځوی و، او بل زما نه مشر ورور زما هم سفر و.
د تره ځوی به ماسره لاره کې کله کله د منډې (ځغاستې) سیالې کوله، کلونه روسته راته وویل: چی تاسره می ځکه سیالې کوله هسی نه چې راته ټپ شې او کاکا دی ماته را په شا نه کړی.
د څو ساعته مزل روسته د دیګل دری سر چغر کونډ ته وختلو، نور می کونړ ته مخه ښه کړه، د کوندیګل په شنه دره مو سترګې ولګیدلی، مخ ښکته روان شو، د غوزانو د څنډلو وخت ؤ، په لاره کې څو واری می د خلکو نه غوزان واخستل، دکوندیګل دره ښه کشمش انګور لري، مونږ هم پراخه نوشی جان کړل.
عجیبه داوه چی د هغې دری خلکو ماهیان(کبان) نه خوړل، زمونږ د ماهیانو په شانته د خلکو نه ویریدل، کله کله به می په یو نیم کاڼې د خوړ غټو غوړیو سکون ته غورځنک وکړ، ماهیان به لښکر لښکر تیت او پرت شول.
شپه مو دلغمان زیارت کلی ته راوړه، ماښام لمونځ وخت و، د طالبان حکومت و، دوي مدرسه درلودله او دوه سوه هلکانو په کې سبق ووایه، د ماښام جمعې لمونځ اودریده ما د سورت فاتحی روسته په لوړ غږ امین ووایه، ورور می په خپه باندی راته خپه کیښوده او زور راکړ چې امین مه وایه خو زه پوهه نه شوم ، د رکوع په وخت کې مې بیا خپله دواړه لاسونو چګ کړل او بیا د رکوع روسته ته بیا ور غبرګ کړل، تره می غوښتل چی مونږ دلته مدرسه کې شپه وکړو، خو دمدرسی مولا وویل: تاسو وهابیان یاست او دلته شپه مه کوئ.
کلی کې مو په زوره په یو سړی میلمستیا ورواړوله، شپه مو تیره کړله، د سهار لمونځ سره سم بهنس موټر کې د مهترلام بابا په لور حرکت وکړه، او بیا جلال آباد روسته پیښور ته ورسیدو، لاره کې د پیښور پولیسو می تره نه څه پیسې واخستی.
کلونه روسته پوهه شوم چی مونږ ولې سړک پریښوده او د موټر په ځای مو د ښپو مزل ته لومړیتوب ورکړ. هغه ځکه زما پلار او تره چې چا شهیدان کړی ؤ هغوی زمونږه دوښمنان ؤ، اوس طالبان و، اسد اباد ته نیزدی د توفچی واک د دوی سره ؤ او، شپه ورځ يې زمونږ لپاره لاره څارله، تالاشې به کوله او داسی نور....
زمونږ کلي لسګونه کورونه لرل، سلګونه نفوس يي درلود، خو بدبختې داوه چی هر کور يې په دوښمنې اخته و، د هر سړي څنګ ته کلاشینکوف پروت و، د انتقام په لمبو سوځیدل ، ډیرې ښځې کونډې وی ماشومان یتیمان و ، اوس چې زه فکر کوم هغه کوم اسباب و چی یو دومره وړوکي کلي کې يې دومره ډیرې بدبختیانې زیږولې وې لنډیز په لاندي څو ټکو کې کیدی شی:
ناپوهې او جهالت يې سر کي راځې، د حکومت نه شتون یې دوهم سبب کیداشی، ټوپک سالارې دریم سبب دی، فقر یې څلورم دی بی ځایه غیرت یې پنځم دی، خو دوښمنې په رورولې هغه وخت کې بدلیدلی شي چی کله پوهه ډیره شي خلک تعلیم یافته شی، نظام موجودوی، ټوپک سالارې په قانون بدله شي، فقر ختم شی، غیرت مهار شی.
د ودان افغانستان په هېله.
وروستي