
مخ خو دې واړاوه خـو زړه دې ستـمګره نـه خي
زمـا نـظـر سـره مې زړه سـتـاسې لـه وره نـه ځي
د څڼوشپې دې راخپرې وې د سپین مخ په سپـوږمۍ
خـوار مساپـر پـه تـو...رتـم شـپه کې تـرسهره نه ځي
د شـین مـنګي سره بـه ولاړه شي ګـودرله کـه نـه
د سورسالو سره هیڅ څوک اوس تر ګودره نه ځي
کـه د غـاټـول ټـپي زړګـی دې ویـني ویـني ولـیـد
ګــلابـه ســتا اغــزنې څـانـګـې بـې هـنـره نـه ځي
زه پسې ګـرځـم سـتـن او تـار يـي د ګــنـډلو ګـورم
پښتون چې څوخپل غچ وا نه خلي بې پرهره نه ځي
سـتـا انـتـظار پـه لـویـه لار بانـدې ولاړ خـدمـتګار
کـاروان تـیار دی بې له تـانـه دزړه سره نـه ځـي
محمدیوسف خدمتګار مزدورزی