خپلواکۍ غازي ته

 
نن چې مـې بیا شـمعې بـدلې کړلې سـتره غازي
تـنکـو ځوانانو جوړې ډلې کـړلې ستره غـازي

سـتـوري يي پـاڅـول د لـمـر وړانګـو رڼـا وکـړلـه...
دوې د تـورتـم خـونې بـدلې کـړلې ستره غـازي

سـتا د آرمان د ټـوکـیـدوبچي ښــوونځي تـه درومي
مـړاؤ ګلـبـوټـوشـنې غـنـدلې کـړلې سـتره غـازي

زه له مـودو وروســتـه خالي لاسـونـه کلـه درځــم
ستا په آرمان مې سرې منګولې کړلې ستره غازي

ستا د هـډې موزیم او لوې کتابتون بیا جوړیږي
بچو دې ټولې ترې خـزلې کړلې ستره غازي

ستا په مزار به خپلواکي د پښتونخوا اعلان شي
ما خدمتګار ساندې غـزلې کړلې ستره غازي
 
محمدیوسف خدمتګار مزدورزی