
شاعـر یی مـه بــوله د ژونــد ژبـاړه کـولې نـه شي
چې دوه مئـین زړونـه یـوځاې غاړه کـولی نـه شي
یا به په خوږ زړګي پـټۍ ږدي یا به غـلاکوي ترې...
د پـاډوګــر غـونــدې یـوځاې دواړه کـولی نـه شي
د چـا چې ژونــد بـانــدې بـاور وي ابـادي جـوړوي
ابـادې ځـمـکــې انـجــیــنـر شــاړه کـولی نـه شـي
په تـش هـوس او لاپـو شاپـو څه په لاس نه درځي
نـا جـاړه کـلـه هـم د ژونــد خـواړه کـولی نـه شي
د خدمتګار په مطلب پوه شولو چې څوک پوهیږي
پـوهان د بـل په مال او ځان داړه کـولی نـه شـي
محمدیوسف خدمتګار مزدورزی