اختر ...

 
په هوا کې د مرغانو او په ځمکه د ګلانو مبارک شه
دا اخـــــــــــتر د افغـــــــــــانانو مبارک شــــــــــــــــه
 
په خندا خندا چې یو دا بل ته وایې
بیا د هغــــــــو میینانو مبارک شه
 
تبسم او په موسکا چې ښکلی ښکاري
اووف د هغه سرو لبانو مبارک شه
 
ای صافیه ته ئي په اوښکو اوښکو ښکل کړه
د بی پلاره یتیمــــــــانو مبارک شــــــــــه!!!
 
شاعر: احمد ضیا ساپی