پښتون او ځنځيرونه

 
لاس او پښو کې ځنځیرونه نه دې څه دې؟
په پښتون چې دا ظلمونه نه دې څه دې؟
 
دا ترهګره او ګناه کاره ټول پښتانه ورته ښکاریږي
چې پري ډک ټول زندانونه نه دې څه دې؟
 
دا دی بیا زمونږ په کلی جنګ شروع شو
کنډوالي زمونږ کورونه نه دې څه دې؟
 
ګوره وینم خړ ګردونه په دې کلو
بارانونه د بمونو نه دې څه دې؟
 
دا لحظې د قیامتونو نه دې څه دې؟
را لویدو د اسمانونو نه دې څه دې؟
 
زمونږ د کور په مخ کې شنه هدیره ګوره
پري ولاړ شنه بیرغونه نه دې څه دې؟
 
ای ساپیه! ته یې په اوښکو اوښکو لیکه
فرعونیت چې دا وختونه نه دې څه دې؟؟؟
 
شاعر: احمد ضیا ساپی