يوه پوښتنه په سلګوکې

دننګرهارملګري ته ليک
 
           زماګران ملګريه ! مااوتا دژوند دزهروپه څېرترخې شپې ورځې چې کله هم دتېرېدلونه وې  دمينې اوصميمت دخوږوپه زوردوخت له ستوني تېرې کړې دواړه ديوه اوبل زړه ته کښته شوو اويودبل دزړونوپه کروندوکې موقدمونه ووهل .
    خوددې سره سره زه لاهم تاته ديوه رازغوندې ښکارم يوداسې رازچې لاهم پرې دپوهېدلوهڅه کوې خوزماهيله داده چې ډېررازونه همداسې ناسپړلي ښه وي .
پرېږده چې زما په زړه کې خپل عظمت وساتې اودخزان دهغوپاڼوپه څېرچې دمني سيلۍ يې هرې خواته ځغلوي دخلکوترژبوونه رسېږي .
     ګران ملګريه !تابه ډېرلوړلوړغرونه ليدلي وي اويابه پرې ختلى اوکوزشوى وې خوکله به دې هم په دې فکرنه وي کړې چې ددغه غرونوپه منځ کې څه شته اوکنه؟
  ښايي ستاسترګوته به لاهم په دغه غرونوکې دپټولالونوځلانه وي رسېدلې .
زه هره شپه دغرونوپه زړه کې دپټولالونواوغميوځلاحس کوم خوددغه ځلازړي دبل چاپه سترګوکې نشم شيندلى .
    زمازړه يو وخت له ډېرودردونوډک ووهمدغه دردونه بياپه غرونوکې دپټولالونوپه بڼه واوښتل خوترننه مې له ښامارانوخوندي وساتل .
           ګران ملګريه !
    زه په دغه ښارکې يوپردېس يم خودغه ښاربياهم ماته پردی نه ښکاري کله چې يوڅوک نااشناجزيرې اوکومې ناليدلې صحراته لاړشي نودرازويل خوڅه کوې چې دخپل سيوري هم وېرېږي خوزه بياله خپل سيوري نه وېرېږم ځکه مالاتراوسه خپل سيورى هم نه دى ليدلى .
    يوازې يوڅوک دى چې ددغه ښارله شورماشورسره يې دهواپه څېرتړلى يم اوهره شېبه دخپل ارمان په څېرراته ګرانېږي دهمدغه ارمان لېونۍ تلوسه اوس  هم زما دزړه په ټاټوبي واکمنه ده .
   هغه مې هره شېبه يوې داسې نړۍ ته وربولي چې شپې اوورځې پکې دخوبونوپه څېرتېرېږي اودخوشبوغوندې خمارپکې خوردى زه نه پوهېږم چې دژوند په دغه اغزنه لاره تګ ته دوام ورکړم اوکه نه ؟
  غواړم همدغه رنګينې نړۍ ته ديوه سيلاني په څېرورشم خوفطرت مې هرځل راته وايې چې ددغه اغزوله درده يوه څړيکه دژوند دزروکړسنده خنداګانوڅخه وياړلري زه پوهېږم چې زما خپل محبوب ته درسېدولنډه لآر همدغه ده خودغه لآربآيد  د مزل له پيل وړاندې په خپلواوښکواوپاشي کړم .
٣\\١\\١٣٨٨
                                          جلال اباد ښار