
محمدانور(آڅړ)
۲۰/۴/۱۳۹۵
وايي چې په هر کار کې له هر ډول نظري زدکړو څخه تجربه یا عملي کار ډېر ګټور تمامیږي او له تېرو تجروبو او تېر تاریخ څخه ګټه نه اخیستل لویه تېروتنه او ناکامي ده، په دې بنسټ د افغانستان حکومت او د ناټو غړو هیوادونو ته په کار ده چې، د افغانستان له تېرو څلورو لسیزو جګړه ییزو پېښو(کامیابیو او ناکامیو) ته پام وکړي او له هغو څخه زدکړه وکړي.
زه د ګران هیواد، د تېرو (۳۸) کلونو د جنګي حالاتو عیني شاهد یم او هر ډول ناوړه جګړه ییزې پېښې مې لیدلي او یا اوریدلي دي، نو د خپلو تجربو پر بنسټ افغان حکومت ته مشوره ورکوم چې، که چېرې د هیواد له تېرو پېښو څخه پند وانخستل شي او عمل پرې ونه شي، د افغانستان راتلونکی برخلیک به د ډاکټر نجیب الله د حکومت په شان وي.
موږ ولیدل چې په افغانستان کې له سلو زرو څخه زیات د امریکا او ناټو غړو هیوادونو پوځیانو شتون درلود، خو ویې نه شول کړی چې خپل مخالفین له منځه یوسي او ورځ تربلې امنیتي حالات خراب شول، دوی یوازې د خلکو کورونو ته وردننه کیدل او ملکي خلک یې وژل، چې له امله یې د ځان لپاره نور مخالفین زیږول، اوس چې د امریکا ولسمشر اوباما پریکړه کړي ده چې په افغانستان کې به د نهو زرو په شاوخوا کې امریکایي عسکر پاتې کیږي، دا پریکړه د افغانستان او امریکا په ګټه نه ده، ځکه چې طالبانو او نورو مخالفو ډلو ته دا پلمه په لاس ورکوي چې په هیواد کې اشغالګر پوځونه پراته دي، چې ښه بېلګه یې د ښاغلي حکمتیار دا غوښتنه ده چې د بهرنیانو د وتلو موده دې وټاکل شي، له بل پلوه د امریکایانو عسکر له طالبانو سره په مخامخ جګړو کې ناکام دي،، نو د دې پر ځای چې امریکایان په افغانستان کې پاتې شي، افغان پوځ او نظامي ارګانونه دې داسې وسلوال کړي لکه د ډاکټر نجیب الله پوځ، چې د پخواني شوروي اتحاد، د مشر ګورباچوف لخوا مسلح شوی وو، که چېرې شوروي اتحاد له منځه نه وی تللی او د دوی پوځي مرستې له افغان حکومت سره روانی وی، نو دا امکان نه ؤ چې د ډاکټر نجیب الله حکومت دې د پوځي زور له امله له منځه ولاړ شي، چې ښه بېلګه یې د جلال آباد پر ښار باندې د پاکستاني پوځ او اووه ګونو تنظیمونو بریدونه وو، په دې اړه به د پاکستانیانو او تنظیمونو یرغلونه او پر وړاندې یې د افغان پوځیانو غبرګون او د نني افغان نامسلح پوځ سره پرتله کړو، تر څو امریکایان پوه شي، چې یو ښه وسلوال پوځ او د نني افغان بې وسلې پوځ تر منځ څومره توپیر دی.
کله چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د ژنیو توافقات(۱۹۸۸،م) د امریکا او پخواني شوروي اتحاد په تضمین باندې لاس لیک شول، نو د ژنیو تړون پر بنسټ، شورویان له افغانستان څخه ووتل، د ډېرو هیوادونو سفارتونه، له دې امله چې ګواکې موجوده حکومت به په ډېره لږه موده کې له منځه ولاړ شي، له کابل څخه ووتل، پاکستان پوځ او ورسره تنظیمونو داسې بللي وه چې زر به د پلخشتي په مسجد کې په ګډه سره یو ځای لمونځ ادا کړي.
د روسانو له وتلوڅخه(۱۹۸۹، م) یوه میاشت وروسته، تقریباً څلور پنځه زره پاکستاني پوځ، په زرګونو د اووه ګونو تنظیمونو کسان او بې شمېره عربانو په جلال آباد باندې خدای ورکړی زور وازمایلو، سره له دې چې تنظیمونه په ډېرو پرمخ تللو، هوایي ضد او ځمکنیو وسلو باندې مجهز وو، چې له هغې جملې څخه، هغه وسلې چې غربیانو د عراق په لومړۍ جګړه کې د ولسمشر صدام حسېن له ځواکونو څخه ترلاسه کړي وې، (ټي ۶۲ او ټي ۷۰) روسي ټانکونه؛ دافع هوا، ز- او ۲۳،م،م، ۳۷ او ۵۷،م،م، توپونه؛ امریکایي سټنګر د الوتکوضد توغندي؛ د ټانګ ضد رهبري شوي توغندي، راکټ انداز، مختلف هاوانونه، بې پس لګد توپونه، بي ام(۱۲) راکټي دستګاوې او نورې ډول ډول وسلې د تنظیمونو په لاس کې وې او د جلال آباد په حکومتي او ملکي سیمو یې بې توپیره راکټي او توپچې ګولۍ ورولې، خو بیا هم په جګړه کې مات شول او په دې پوه شول چې په زور باندې هېڅ نه شي کولی، د پاکستاني پنجابیانو او ورسره تنظیمونو د ماتی عوامل دا وو، چې افغان ځواکونو ښې انګېزې درلودلې، داسې چې د افغان له تاریخي دښمن پاکستان سره جګړه کوي او ورسره په ډېرو ښو وسلو باندې مسلح وو، چې له امله یې مورال لوړ او د سیمې یو غښتلی پوځ شمېرل کیده، د جلال آباد په جګړه کې اتلو افغان پیلوټانو په څلرویشتو ساعتونو کې ۲۳۰ جګړه ییز پروازونه ترسره کړل او د لویو راکټونو، سکات، لونا، اورګان او نورو توپچي وسلو باران جوړ وو، د حکومتي سرتېرو او افسرانو شمېر نسبت د مقابل جانب پر واړندې له نیمایي څخه هم کم ؤ، د پاکستانیو او تنظیمي افرادو شمېره د شپاړسو زره په شاوخوا کې وه، خو د افغان ځواکونو شمېر(۷۴۲۰) تنه وو.
شورویانو افغان پوځ داسې مسلح کړ چې، مخکې له هغې چې د شوروي اتحاد(۱۱۳۰۰۰)پوځیان له افغانستان څخه ووځي(۱۹۸۸،م)، ګرباچوف د شوروي اتحاد مشر، د ډاکټر نجیب الله حکومت ته، سربېره پر هغو وسلو چې له حکومت سره له پخوا څخه موجودې وې، نورې پرمخ تللي وسلې هم ورکړې، چې له هغې څخه د سکات توغندي داسې وسله وه چې د انګریزانو د استخباراتي راډیو، بي- بي-سي، تبلیغات کول چې شورویانو د افغانستان پوځ ته د خپلو مخالفینو پر وړاندې دا ډول وسله ورکړي ده، لکه په مچ باندې(منظور یې تنظیمونه وو) چې د لوی څیټک(پلک) ګزار وکړې. د ډاکټر نجیب الله پوځ په لاندې وسلو باندې سمبال ؤ:
بم غورځوونکي شکاري الوتکې(۹۰) باله.
مېګ(۲۱) جګړییزې الوتکې(۲۰) باله،
سو(۲۲) او سو(۲۵) الوتکې(.) باله.
مي(۱۷) او مي(۲۴) جګړییزې چورلکې(۹۰) باله.
مسافر وړونکي ترانسپورتي، ان (۱۲)؛ ان(۳۴) او ان(۲۶) الوتکې(۰) باله.
سکات توغندي، لونا توغندي او اورګان توغندي او بي ام(۲۱)؛ بي ام(۱۴) راکټونه.
ډی، سي او نور ډول ډول توپونه.
ټي (۶۲) او نور پخواني ماډل ټانکونه.
بي ام محاربوي ګړندې ټاکونه.
بي ام(۶۰)- بي ام(۷۰) او نور څو ډوله زغروال ګاډي.
د دافع هوا رهبري شوي توغندې؛ ۲۳،م،م، دافع هوا توپونه او نور ډول ډول درندې وسلې چې زه یې د ځینو په نومونو باندې نه پوهېږم او د سپکو وسلو خو حساب نه ؤ.
تر هغې چې شوروي اتحاد لا نه ؤ تجزیه شوی د ډاکټر نجیب الله حکومت پوځي مهمات او پېسې درلودلې او له(۱۳۶۷، څخه تر ۱۳۷۱،ه،ش) کال پورې یې په مستقله توګه دفاع وکړه، خو کله چې شوروي اتحاد له منځه ولاړ، نو پوځي توکي مخ پر کمیدو شول، چې له امله یې د خوست ولایت هم سقوط وکړ، زه چې د خوست د سقوط شاهد وم، هره ورځ له حالاتو څخه خبریدم او ټول هغه خوستوال چې هلته موجود وو، پوهیږي چې د خوست د سقوط اصلي سبب د پوځي مهماتو نه شتون ؤ، تر هغې چې د توپچي مرمۍ یې له هوا څخه په پراشوټ باندې راغوځولې چې ځینې مهمات به د تنظیمونو په سیمه کې ښکته شول او ځیني نور چې د حکومت په ساحه کې به ولویدل، ډېرې مرمۍ به یا کږې او یا به د ویشتلو(انداخت) په وخت کې په خپله په توپونو کې چاودیدلې، چې توپونه به تخریب او هم به د توپچې پرسونل ته مرګ ژوبله واوښته، په پای کې به دا ووایو چې، که چېرې غربیان د ځان خیر غواړي نو د افغانستان ټول پوځي ځواکونه دې په روسۍ او غربي پرمخ تللو وسلو باندې سمبال کړي که نو ... .
پای.